د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: د روسي ولسمشر هڅې نړیوال ثبات ګواښي


په خارکیف کې روسي ټانکونه په برید کې ویجاړ شوي دي - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور.
په خارکیف کې روسي ټانکونه په برید کې ویجاړ شوي دي - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن پر هېوادونو غږ کړی دی چې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې ودرېږي او خبرداری یې ورکړی دی چې پر اوکراین د کرېملېن د مشر یرغل او له خپل هېواد سره د اوکراینیو سیمو د یوځای کولو هڅې "نړیوال ثبات ګواښي."

بلېنکن د سېپټېمبر پر ۲۲مه په نیو یارک کې د یوې غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل، هغه "نړیوال نظم چې موږ یې دلته د ساتلو لپاره راټول شوي یو، زموږ د سترګو پر وړاندې ټوټه ټوټه کېږي. موږ دا نه شو لیدلای."

بلېنکن وویل، ولسمشر پوتین ته "هېڅکله اجازه نه ورکوي" چې دا کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین "بې له وجې" د پوتین تر یرغل شاوخوا اووه میاشتې وروسته د سېپټېمبر پر ۲۳مه مسکو د اوکراین په څلورو هغو سیمو کې لانجمنه ټولپوښتنې پیل کړې دي چې د روسیو ځواکونو تر جزوي واک لاندې دي.

د ټولپوښتنو موخه هغه سیمې له روسیې سره یوځای کول دي چې پر داسې وخت کېږي چې د اوکراین په ختیځ کې جګړې زور اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG