د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې د نري رنځ ناروغي خپره شوې


د زابل د شهر صفا ښار يو روغتون - عکس له ارشېفه
د زابل د شهر صفا ښار يو روغتون - عکس له ارشېفه

په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وايي، په زابل کې د نري رنځ ناروغي زياته شوې ده.

د دې ولايت د عامې روغتیا مشر ډاکتر عبدالحکیم حکیمي د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې په وروستیو څو میاشتو کې يې له ادارې سره د نري رنځ لږ تر لږه ۶۰۰ ناروغان ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د "بې پولې ډاکټرانو" نړيوال سازمان په زابل کې د نري رنځ د درملنې یو مرکز هم جوړ کړی دی.

په وروستیو کې په زابل کې د نس ناستي او شري ناروغۍ هم ډېرې شوې وې چې له کبله یې یو شمېر کسان، په تېره ماشومان مړه شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG