د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې پر مدرسې په بمي برید کې ۳ زده کوونکي ژوبل شوي


پولیس وايي، برید د ډېره اسماعیل خان په پهاړپور کې شوی دی.
پولیس وايي، برید د ډېره اسماعیل خان په پهاړپور کې شوی دی.

په ډېره اسماعیل خان کې وسله والو پر یوې مدرسې د لاسي بم برید کړی دی چې پکې درې زده کوونکي ژوبل شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان د پهاړپور پولیس چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۲مه ویلي دي چې پر موټرسایکل سپرو دوو وسله والو د اتوار (یکشنبې) تر ماښام لمانځه وروسته په وادي تاج کالونۍ کې د دارالفتح مدرسې له تالاره بهر د لاسي بم برید وکړ چې پکې دوه زده کوونکي سخت او یو سرسري ټپي شول.

د سیمې یوه خبریال سعود مسید د پولیسو په حواله مشال راډیو ته وویل چې بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. دی وايي، ژوبل زده کوونکي په روغتون کې بستر شوي او پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر مدرسې برید چا او ولې کړی دی او د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG