د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت کې د علي وزیر د ضمانت اورېدنه وځنډېده


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د سېپټمبر په دويمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزير پر ضد په جوړه شوې مقدمه کې د ضمانت پر خواست اورېدنه د سېپټمبر تر درېیمې نېټې پورې وځڼډوله.

د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ د سېپټمبر په دويمه مشال راډیو ته وویل کله چې په عدالت کې اورېدنه شروع شوه نو د پولیس فایل او د پولیسو متعلقه کس (پلټونکی افسر) نه وو موجود. پولیسو عدالت ته وویل چې پلټونکی افسر عدالت ته ځکه نه شي حاضرېدای چې په کورونا اخته شوی دی.

د نوموړي په وینا عدالت د پولیسو مشر راوغوښت او ورته یې په کلکه وویل چې تر سبا پورې باید د پولیس د مقدمې اسناد عدالت کې جمع کړي.

قادر خان اېډوکېټ تر دې وړاندې تېر ماښام مشال راډيو ته وويل چې په ۲۰۱۸ز کال کې پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسه کړې وه، خو تر جلسې وړاندې د کمپاين لپاره علي وزير بوټ بېسن سيمې ته تللی وو او هلته يې وينا کړې وه. پوليسو د بوټ بېسن په مقدمه کې د روان کال په مې مياشت کې د علي وزير ګرفتاري په ډاګه کړه.

د نوموړي په وينا د علي وزير پر ضد په کراچۍ کې څلور مقدمې جوړي شوې چې په درو کې یې ضمانت منظور شوی خو د بوټ بېسن په مقدمه کې لا پاتې دی.

علي وزير له څه باندې يو نيم کال راهيسې په کراچۍ کې بندي دی. پر هغه د رياست ضد وينا او خلکو پارولو تورونه دي. خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه يې د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

علی وزیر هغه وخت د پېښور پولیسو ګرفتار کړ چې د ۲۰۲۰م کال د ډېسمبر پر ۱۶مه یې د ارمي پبلک سکول د پېښې په یاد کې په یوه دستوره کې یې وینا کوله. هغه مهال د پېښور پولیسو وویل چې د کراچۍ د پولیسو په وینا یې نوموړی نیولی چې وروسته یې سند صوبې ته واستولو او له هغې راهیسې هم په کراچۍ کې په جیل کی دی.

شنونکي وايي، د شهباز ګېل په څېر د علي وزیر په اړه بحثونه نه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:05 0:00

په ټولو څلورو مقدمو کې پر علي وزیر د ریاست ضد ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ او نوموړی یې ردوي. پي ټي اېم وايي، پر وزیر جوړې مقدمې سیاسي دي او دا چې ټولې هلې ځلې یې د قانون او ایین په چوکاټ کې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م راهیسې په سیمه کې د بدامنۍ، هدفي وژنو، ماورا عدالت وژنو خلاف او د لادرکو کسانو موندلو تر څنګ سیمه له ماینونو نه د پاکولو غوښتنې لري چې لپاره یې وخت په وخت مظاهرې او جلسونه کړي دي. په پاکستان کې د بشري حقونو کارکوونکو، مدني فعالانو هم د علي وزیر د خوشې کولو لپاره په هڅو کې برخه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG