د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلغاريه کې ۱۴۱ افغان کډوال نيول شوي دي


د يونان پر پوله افغان کډوال (انځور له ارشيفه)
د يونان پر پوله افغان کډوال (انځور له ارشيفه)

د بلغاريا چارواکي وايي هغه ۱۴۱ افغان نارینه کډوال یې نیولي دي چې بې له اجازې دې هیواد ته ننوتي وو.

د بلغاریا پولیسو د اګست په ۲۸مه وویل چې دوی به له ترکیې سره د ختیځې اروپا د اروپايي ټولنې د پولې په اوږدو کې امنیت ټینګ کړي ځکه چې د دوی په وینا، د ناقانونه کډوالو تګ راتګ زیات شوی دی.

چارواکو ویلي چې د ۸۸ افغان کډوالو یوه ډله چې په شمالي مقدونیا کې رجسټر شوې وه، په يو بس کې روان وو چې د تور سمندرګي په بندري ښار بورګاس کې ودرول شوه.

د بورګاس پولیسو ویلي چې د بس چلوونکی د شمالي مقدونا ۶۰ کلن سړی وو چې د کډوالو د قاچاق په تور به پرې مقدمه جوړوي.

د دوی په وینا، ۵۳ نور کډوال په بورګاس سیمه کې هغه وخت نيول شوي چې بس ته یې انتظار کاوه.

یو کال مخکې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ په اروپا کې د ۲۰۱۵ کال په شان د کډوالو د کړکیچ د تکراریدو ویره پیدا کړې ده.

هغه وخت د منځني ختیځ له جګړو او بې وزلۍ څخه تر یو میلیون ډیر خلک اروپا ته رسیدلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG