سني خان ترک: کاناډا مېشتي پښتانه او افغانان پر خپلې موسيقۍ ميين دي
د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه کاناډا مېشتی ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. دی د مانسهرې په اوګۍ نومې کلي کې زېږېدلی او لوی شوی، خو له تېرو پينځو کلونو راهيسې د کاناډا په وېکټوريا ښار کې له خپلې کورنۍ سره يوځای اوسي. ترک وايي، سندره او هارمونيم يې د خپل کلي له يوه استاده ياد کړي او هڅه کوي په خپلو سندرو کې د پښتو ولسي موسيقۍ خواږه ځای کړي. نوموړی خوښ دی چې په کاناډا کې ورته پښتانه او افغانان د موسيقۍ محفلونه جوړوي. د سني خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
سپټمبر ۲۱, ۲۰۲۳
کمال خان وايي خپل هنر د ولس بیدارۍ لپاره کارول غواړي
-
سپټمبر ۱۴, ۲۰۲۳
خالد ملک: سندرغاړي د سندرو زياتو لګښتونو پرېشانه کړي
-
سپټمبر ۰۷, ۲۰۲۳
خورشید عالم صابر وايي خپلو سندور ته ویډیو جوړول ورته ګران دي
-
اګست ۳۱, ۲۰۲۳
بلال شفقت وايي، شپېلۍ د نړۍ تر ټولو ګران ساز دی