د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغانستان ته طبي مرستې استولي


هند وايي، دا ۱۰مه جوپه مرستې دي چې افغانستان ته یې لېږدولې دي.
هند وايي، دا ۱۰مه جوپه مرستې دي چې افغانستان ته یې لېږدولې دي.

له افغانانو سره د هند روغتيايي‌ مرستې کابل ته رسېدلې دي.

د هند بهرنيو چارو وزارت د اګست پر ۲۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا د دوی ۱۰مه جوپه مرستې دي چې په وروستيو کې یې افغانستان ته لېږدولې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دا روغتيايي مرستې یې د ملګرو ملتونو له خوا تر هغې غوښتنې وروسته کړي چې پکې پر نړيوالو غږ شوی وو چې په افغانستان کې د بشري بحران د لا شديدېدو مخنيوي لپاره دې اقدام وکړي.

د هند انډيا ټوډې ورځپاڼې ويلي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته، هند له هغه هېواد سره تر اوسه تر ۳۰ ټنه ډېره مرسته کړې ده.

هند په جون کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست او ویل کېږي له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG