د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې سېلاوونو پینځه نور کسان وژلي دي


د روان ۲۰۲۲ز کال د جون له میاشتې پیل شويو بارانونو کې په زرګونه کورونه نړېدلي دي. پخوانۍ انځور
د روان ۲۰۲۲ز کال د جون له میاشتې پیل شويو بارانونو کې په زرګونه کورونه نړېدلي دي. پخوانۍ انځور

د بلوچستان په کلا عبدالله ضلع کې سېلاوونو د دوو ماشومانو په ګډون پينځه نور کسان وژلي او فصلونو ته يې زیان رسولی دی.

د لېويز چارواکو مشال رېډيو ته ویلي چې د اګست پر ۱۶مه د کلاعبدالله په اجرم سیمه کې یو موټر چې ۱۶ کسان پکې سپاره ول، سېلابي اوبو يووړ چې د دوی په خبره، پکې يې ۱۱ کسان ژوندي ژغورلي خو د دوو ماشومانو او درې ښځو مړي يې د شپې ناوخته وموندل.

د بلوچستان د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د اګست پر ۱۶مه نېټه ويلی چې په صوبه کې د بارانونو او سېلاوونو له کبله په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د مشال رېډيو خبريال د ځايي اوسيدنکو له خولې وايي چې روانو بارانونو په پښين ،پنجګور، قلات، کوهلو او يوشمېر نورو سيمو کې په زرګونو کورونه ړنګ کړي او په زرګونو جرېبه مځکه ولاړ فصلونه يې زیانمن کړي دي.

پښین کې سېلاوونو د مڼو باغونو ته د یو نیم ارب روپیو زیان اړولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

د دې ترڅنګ د سېلاوونو سړګونه هم وړي او د کراچۍ او کوټې ترمينځ لوي سړک هم له تیرو شپږو ورځو راهیسې د ټرافيک پر مخ تړل شوی دی.

په بلوچستان کې له کلونو وروسته د پشکال یا وسې داسې بارانونه شوي چې د موسمیاتو ادارې په وینا تر کلنۍ کچې ۱۰۰ فیصده زیات وو.

د دې بارانونو له کبله که یو پلو خلکو ته تاوانونه رسېدلي نو بل پلو ګڼ شمېر خلک په دې ورته خوشاله هم دي چې هلته جوړ شوي ډېمونه ډک شوي او دوی د وچکالۍ د پای ته رسېدلو هیلې څرګندې کړې دي.

په بلوچستان او په ځانګړې توګه پښتون مېشتو سیمو کې له شاوخوا تېرو دوو لسیزو راهسې باران د نه برابر وو چې له کبله یې هلته وچکالۍ د ولس د ژوند مهمه وسیله زراعت نژدې له منځه وړی دی.

XS
SM
MD
LG