د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان بارانونو کې د مړو شويو کسانو شمېر ۱۲۰ ته رسېدلی


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په بلوچستان کې د پشکال بارانونو په روانه لړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۰ او د زخمیانو شمېر ۷۰ ته رسېدلی دی.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې د صوبايي ادارې (پي ډي ایم ای) د جولايي پر ۲۹مه په جاري شوي رپورټ کې ویلي چې د بلوچستان په بیلا بیلو برخو کې په بارانونو او سیلابونو کې ۴۶ نارینه، ۳۲ زنانه او ۴۲ ماشومان مړه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې په لویه کچه فصلونو او املاکو ته هم نقصان رسېدلی دی او تر ټولو زیاتې متاثره سیمې ژوب، کلاسیف الله، پشین، کلاعبدالله، کوټه، تربت، لسبېله، حب، هرنايي، جل مګسی او مستونګ دي.

اخوا د کوټې او کراچۍ تر منځ په لویه لاره له پنځو ورځو راهیسې د پولونو ماتېدو له امله مساپر ګېر پاتې دي. د بلوچستان د حکومت ویاندې فرح عظیم شاه د جولایي پر ۲۸مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له اوږد مهالې وچکالۍ وروسته ناڅاپه تېزو بارانونو ته دوی تیار نه وو خو دوی د اغیزمنو سره په مرستو کار پیل کړی دی. هغې وویل چې په راتلونکو وختونو کې د سیلابونو د نقصان مخنیوي لپاره حکومت یوه تګلاره جوړوي.

په بلوچستان کې د پشکال بارانونه د جولاېۍ پر ۱۲مه پیل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG