پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ افغان هنر او فرهنګ څه ډول اغېزمن کړي؟
د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ يو کال پوره شو. پر همدې نېټه مو د "هارون باچا هنري ګړۍ" په ځانګړې خپرونه کې په افغانستان کې پر ښکليو هنرونو د بنديز موضوع ته کتنه کړې. په خپرونه کې هغو افغان سندرغاړو چې دا وخت له افغانستان د باندې ژوند کولو ته اړ شوي، خپل احساسات او تاثرات شريک کړي. د چارو دوو شنونکو هم د پښتون افغان وطن د لرغوني موسيقۍ او فرهنګ پر ارزښت او ورته د طالبانو له لاسه پر پېښو خطرونو رڼا واچوله. په خپرونه کې سندرې هم اورېدای شئ.
برخې
-
اپرېل ۰۴, ۲۰۲۴
زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې ده
-
مارچ ۲۱, ۲۰۲۴
سردار يوسفزی وايي د روزګار غم يې هنر ته نه پرېږدي
-
فبروري ۲۲, ۲۰۲۴
صادق اپرېدی وايي کورنۍ کې يوشمېر ځوان هنرمندان لري
-
فبروري ۱۵, ۲۰۲۴
وحيد حيدر وايي غزل ويل زيات محنت غواړي