د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت په ملک کې د نورو بارانونو خبرداری ورکړی


د ماحولیاتو وفاقي وزیرې شیري رحمان پر ټویټر لیکلي چې په اسلام اباد، کشمیر، پنجاب، خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سیند کې د تیزو بارانونو امکان دی.
د ماحولیاتو وفاقي وزیرې شیري رحمان پر ټویټر لیکلي چې په اسلام اباد، کشمیر، پنجاب، خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سیند کې د تیزو بارانونو امکان دی.

د پاکستان د موسمیانو څانګې د اګست له شپږمې د ملک په زیاتره برخو کې د تېزو بارانونو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د ماحولیاتو وفاقي وزیرې شیري رحمان د اګست پر پنځمه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د موسمیاتو د څانګې ترمخه د اګست له شپږمې نر نهمې په ملک کې تېز بارانونه کېدای شي.

د دې په وینا، په دې درو ورځو کې په اسلام اباد، کشمیر، پنجاب، خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سیند کې د تیزو بارانونو امکان دی.

نوموړې زیاته کړې چې په دغه اړه یې وفاقي او صوبايي حکومتونو ته هدایات جاري کړي چې د خلکو د تاوانونو راکمولو لپاره انتظام وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې وزیراعظم شهبازشریف د اګست پر پنځمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د مرستو لپاره یې د خزانې وزارت ته د ۵ اربه روپیو ورکولو امر کړی دی.

وزیراعظم د افتونو د نظم د قامي او صوبايي ادارو تر مینځ د همکارۍ لپاره یوه کميټي هم جوړه کړی ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG