د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي چارواکی: طالبان د ايمن الظواهري له اوسېدو خبر ول


د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي چې دغه ډول کړنې د امریکا ، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف دي. اپخوانۍ انځور
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ويلي چې دغه ډول کړنې د امریکا ، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف دي. اپخوانۍ انځور

یو امریکایي چارواکی وایي، لوړپوړي طالب چارواکي په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له اوسېدو خبر وو.

دغه امریکایي چارواکي چې د نوم نه‌ ښودلو په شرط د الظواهري د وژل کېدو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي ویلي، الظواهري له څو میاشتو راهیسې د امریکا تر څار لاندې و او د هغه د وژلو عملیات په تېرو دوو میاشتو کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په همغږۍ پلان شوي وو.

دغه امریکایي چارواکي وویل، الظواهري د یکشنبې په سهار هغه مهال د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د "هیل فایر" راکټ په وسیله په نښه شو چې په کابل کې د خپل پټنځای برنډې ته راوتی و.

د یکشنبې په ورځ کله چې د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور د راکټ لګېدو راپورونه خپاره شول، نو د ورځې په اوږدو کې د طالبانو د حکومت څو ویاندویانو تایید کړه چې پر ودانۍ راکټ لګېدلی، خو د مرګژوبلې خبره‌ یې رد کړه.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د یکشنبې په ورځ (جولای ۳۱مه) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې وویل، پر کوم کور چې راکټي برید شوی پکې څوک نه‌ اوسېدل او په خبره ‌یې له همدې امله مرګژوبله هم نه‌ لري.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه بيان کې ویلي، لومړیو کې د برید څرنګوالی معلوم نه و، خو په خبره یې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو له پلټڼې وروسته په ډاګه شوه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید و.

په خبرپاڼه کې راغلي: "دا ډول کړنې د تېرو ۲۰ کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی."

روېټرز خبرې اژانس د یاد امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، د طالبانو حکومت له دوو ورځو راهیسې شېرپور کې له نښه شوي کور چارچاپېر امنیتي کمربند راتاو کړی او خبریالانو ته اجازه نه ‌ورکوي چې د پېښې سیمې ته ورشي.

یوه لوړپوړي طالب چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې الظواهري پخوا په هلمند ولایت کې و، خو کله چې د تېر میلادي کال په اګسټ میاشت کې کابل د طالبانو لاسته ولوېد، نو دی هم کابل ته ورغلی.

امریکایي چارواکي له رسنیو سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال ویلي چې الظواهري امریکایي وګړو، د امریکا ګټو او ملي امنیت ته یو فعال ګواښ و، نو له همدې امله د هغه وژل القاعده شبکې ته یو ګوزار بلل کېږي او د یادې ډلې پر فعالیتونو به اغېزه وکړي.

دغه امریکایي چارواکي چې نه ‌یې غوښتل نوم‌ یې خپور شي ویلي، په کابل کې د الظواهري وژل کېدو دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا طالبانو هغه ته په کابل کې پناه ورکړې وه؟

ځکه د ده په خبره، لوړپوړي طالب له دې خبر وو چې الظواهري په پلازمېنه کابل کې اوسېږي.

دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي دا هم ویلي چې د الظواهري د استوګنې سیمه پېدا کول د ترهګرۍ ضد دوامدارو فعالیتونو پایله وه، ځکه د ده په خبره امریکا سږ کال وموندله چې د الظواهري ښځه، لور او ماشومان‌ یې په کابل کې یو امن ځای ته انتقال شوي او وروسته معلوماتو دا وښوده چې الظواهري هم هلته ورغلی.

د دغه امریکایي چارواکي په خبره، ولسمشر بایډن په تېرو اوونیو کې د خپل حکومت پر چارواکو ټینګار کاوه چې خپل استخباراتي معلومات دې دقیق او یقیني کړي او مسيولو امریکایي چارواکو د مې او جون په میاشتو کې بایډن ته په دې اړه معلومات ورکول او بالاخره د جولای په لومړۍ ورځ د امریکا استخباراتو د عملیاتو وړاندیز وکړ او بایډن هم د جولای په ۲۵مه نېټه د عملیاتو اجازه ورکړه.

روېټرز خبري اژانس د یاد امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، الظواهري په شېرپور کې په همدې کور کې خپل وېډیویي پیغامونه هم ثبتول چې له مرګ وروسته به‌یې هم خپاره شي.

XS
SM
MD
LG