د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کانګرس غړې: اوکراين کې ښايي تر ۷۵،۰۰۰ زیاتو روسیو سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې وي


روسي سرتېري د اوکراین په زپورېژیا سیمه کې - پخوانی انځور
روسي سرتېري د اوکراین په زپورېژیا سیمه کې - پخوانی انځور

د امریکا د کانګرس یوې غړې ویلي، باور کېږي چې په فبرورۍ کې پر اوکراین د مسکو له یرغل راهیسې هغه هېواد ته په لېږدول شویو روسیو ځواکونو کې "تر ۷۵،۰۰۰ زیاتو سرتېرو ته مرګژوبله" اوښتې وي.

دا خبره د کانګرس د استازو په جرګه کې د ډېموکراټ ګوند او مېشګېن ایالت استازې اېلېسا سلوټکېن امريکايي ټېلېوېژن سي اېن اېن ته تر تړلو دروازو شا ته د ولسمشر جو بايډن انتظاميې د چارواکو تر معلوماتي غونډې وروسته کړې. سلوټکېن زیاته کړه چې دا د مرګژوبلې "خورا لوی شمېر" دی.

مسکو د امریکايي کانګرس د هغې غړې د دعوې په غبرګون څه نه دي ویلي.

په روسيه کې ان د سولې په ورځو کې هم د سرتېرو د مرګژوبلې په اړه معلومات ورکول يو دولتي راز وي او اوسمهال هم روسي پوځ ته د رسېدلې مرګژوبلې په اړه تازه رسمي ارقام نه شته.

دا په داسې حال کې ده چې د کييف ځواکونو د خېرسون د نیول شوې سیمې د خلاصولو لپاره ځوابي حملې ګړندۍ کړې دي.

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) له وروستي اټکل سره سم، په جګړه کې د روسيې ۱۵،۰۰۰ سرتېرې وژل شوي دي. که دا نوي ارقام تایید شي نو دا به د مسکو لپاره په داسې حال کې يو دروند زیان وي چې اوکرایني ځواکونه د روسیو ځواکونو تر کنټرول لاندې د جنوبي سیمې د ستراتیژیک ښار خېرسون د بیرته نیولو په موخه ځوابي حملو ته دوام ورکړی دی.

د برتانيا د دفاع وزارت د جولای پر ۲۸مه نېټه په خپله ورځنۍ استخباراتي خبرتیا کې ویلي چې په خېرسون کې د اوکراین ځوابي بريد ګړندی شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG