د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د یوه ډالر بیه ۲۳۷ روپۍ شوه


په اسلام اباد کې د صرافۍ یو دوکان: انځور له ارشیفه
په اسلام اباد کې د صرافۍ یو دوکان: انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د روپۍ نرخ تر ټولو ټیټې سطحې ته لوېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو اسعارو ټولنه (فاریکس ایسوسي ایشن اف پاکستان ) د جولای په ۲۷مه پر خپلې وېبپاڼې لیکي چې د یوه امریکايي ډالر بیه ۲۳۷ روپیو ته ورسېده.

وېبپاڼه لیکي چې له پرونه (د جولايي له ۲۶مې) راهيسې د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت څه باندې څلور روپۍ نور هم غورځېدلی دی.

له تېرو شاو خوا دوه اوونيو راهیسې د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت مسلسل په کمېدو دی.

د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل د جولای پر ۱۹مه له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي ول چې په هېواد کې "سیاسي ګډوډی" د روپۍ د ارزښت کمېدو لوی لامل دی.

د روپۍ ارزښت پر داسې مهال پرېوتی دی چې د سپريم کورټ د پرونۍ(د جولايي له ۲۶مې) پريکړې ترمخه د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک او مسلم ليګ (ق) ګډ امېدوار چودري پرويز الهي د پنجاب صوبې اعلا وزير مقرر شو او د حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) حمزه شهباز له دغې څوکۍ لرې کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG