د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند او بلوچستان کې بارانونو له ۳۰ زیات کسان وژلي


په کراچۍ ښار کې د باران اوبه په سړکونو ولاړې دي: انځور له ارشیفه
په کراچۍ ښار کې د باران اوبه په سړکونو ولاړې دي: انځور له ارشیفه

د پاکستان په سیند او بلوچستان صوبو کې وروستیو بارانونو او له وجې یې راغلو سیلابونو لږ تر لږه ۳۱ کسان وژلي او خلک وايي، ژوند یې سخت اغېزمن شوی دی.

د بلوچستان د حکومت ویاند فرخ عظیم شاه د جولای په ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په بلوچستان کې د تېرو ورځو له بارانونو او سیلابونو له تاوانونو لا خلک راوتلي نه وو چې اوس پرې یو وارې بیا د ورښتونو لړۍ پیل شوې ده. نوموړی وړاندې وايي:

"د بارانونو او سیلابونو له وجې د کراچۍ او کوټې ترمنځ لاره بنده شوې، ځاني او مالي تاوانونه ډېر زیات شوي دي. د تازه ورښتونو له وجې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي."

نوموړی وايي، کېدای شي د تلفاتو شمېره لوړه شي. د ۱۸ تازه ځاني تاوانونو سره په بلوچستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابو له وجې د مړو شویو کسانو شمېره ۱۰۵ ته پورته شوېده.

د بلوچستان چارواکي وايي، سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د بلوچستان چارواکي وايي، سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند فرخ عظیم شاه وايي، د بارانونو او سیلابونو له وجې خلکو ته اوښتي زیانونه زیات دي او صوبايي حکومت یې په یوازې ځان مقابله نه شي کولی نو له وفاق نه یې هم په دې لړ کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د بلوچستان د چارواکو په وینا بارانونو او سیلابونو په بیلا، خضدار، لورالايي، کلا سیف الله او ځینو نورو سیمو کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

هلته د سیند صوبې چارواکي هم خبر ورکوي چې د جولای له ۲۴مې نېټې راهیسې د راغلو بارانونو له وجې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي. په دغو ۱۳ کسانو کې شپږ کسان بجلۍ نیولي او اووه نور سیلابي اوبو وړي دي.

د سیند میرپور خاص ضلع هم سیلابونو اغېزمنه کړې ده.
د سیند میرپور خاص ضلع هم سیلابونو اغېزمنه کړې ده.

د سیند لومړي وزیر مراد علي شاه د جولای په ۲۶مه، یوې خبري غونډې ته په دې اړه وویل:

"زه د حیدر اباد او کراچۍ حالات پخپله څارم، نور وزیران هم په بیلابېلو سیمو کې موجود دي او حالات څاري. حکومت خپل ټول وسایل په کار راولي څو حالات په قابو کې کړي."

د بلوچستان په شان د سیند صوبې چارواکي هم وايي چې د خلکو سره د مرستو لپاره د مرکزي حکومت لاس ورکولو ته اړتیا لري.

بل پلو، د موسمیاتو د ادارې مشر سردار سرفراز د جولای پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په بلوچستان او سیند صوبو کې د توپاني بارانونو لړۍ کمزورې شوې ده خو د جولای تر ۲۸مې نېټې پورې به د بارانونو لړۍ روانه وي او بیا به د جولای په ۳۰مه په کراچۍ کې د بارانونو یه نوې لړۍ هم پیلېږي.

XS
SM
MD
LG