د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سپریم کورټ کې د پنجاب اعلاوزیر د انتخاب قضیې اورېدنه روانه ده


د پاکستان ستره محکمه
د پاکستان ستره محکمه

د پاکستان ستره محکمه یا سپریم کورټ نن په دویمه ورځ هم د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د پنجاب د وزیر اعلا د څوکۍ لپاره د دغه ګوند او د هغوی د ایتلافي ګوندونو د شریک نوماند چودري پروېز الهي پر درخواست اورېدنه کوي.

د جولای پر ۲۲مه، په پنجاب اسمبلۍ کې د صوبې د نوي اعلا وزير د انتخاب لپاره تر رايې اچونې وروسته د پاکستان مسلم ليګ (ن) نوماند حمزه شهباز بريالی اعلان شوی وو.

د پنجاب اسمبلۍ مرستيال سپيکر دوست محمد مزاري د سپريم کورټ پريکړې په رڼا کې د تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) ګډ امېدوار پرويز الهي ته له ورکړل شویو ووټونو څخه د (ق) ليګ لس ووټونه مسترد کړي ول چې په نتيجه کې يې حمزه شهباز د درو ووټونو له برترۍ سره د پنجاب اعلا وزير په څوکۍ پاتې شو. حمزه شهباز د جولای پر ۲۳مه، د پنجاب صوبې د لومړي وزیر په توګه سوګند پورته کړ.

د تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) کانديد پروېز الهي د ډپټی سپیکر د اقدام ضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړ. د سپریم کورټ درې کسيزې جرګګۍ د جولای پر ۲۳مه نېټه د قضيې اورېدنه وکړه او د اعلا وزير په توګه يې د حمزه شهباز د واک په محدودولو امر وکړ چې هغه دې د جولای ۲۵مې تر اورېدنې پورې د پنجاب د "امانتداره يا سرپرست" اعلا وزیر په توګه دندې ته دوام ورکړي.

له دې وړاندې تیره ورځ د پاکستان سپریم کورټ د هغه هېواد د واکمنو ګوندونو هغه غوښتنه رد کړه چې پکې د پنجاب وزیراعله د انتخاباتو په اړه د کېس اورېدني لپاره پر ټولو قاضیانو جوړ بینچ یا فل کورټ جوړولو غوښتنه شوې وه.

د چیف جسټس (مشر قاضي) عمر عطا بندیال په مشرۍ ، قاضي منیب اختر او قاضي اعجاز الاحسن د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ په اسلام اباد کې د جولای پر ۲۵مه په خپله فیصله کې وویل چې دوی د اتحادي ګوندونو د فل کورټ جوړولو غوښتنه ردوي او د دغه کیس اورېدنه یې ځنډولې ده.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د جرګګۍ د اوسني جوړښت ملاتړ کړی خو د پاکستان واکمنو اتحادي ګوندونو تیره شپه (جولای ۲۵مه) په اسلام اباد کې په یو ګډ خبري کنفرنس کې د پنجاب د اعله وزیر د انتخاب په اړه د سپریم کورټ د مقدمې نه بایکاټ اعلان کړ.


د ایتلافي ګوندونو اتحاد (پاکستان ډیموکرېټک موومنټ) او د جمیعت علما اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان خبري کنفرنس ته په خپله وینا کې وویل چې دوی د دغه کیس د اورېدنې نه باییکاټ اعلانوي.

نوموړی وايي: "عدالت د یو غیر جانبدار او پرسکونه زړه سره زموږ پر غوښتنو د غور کولو پر ځای زموږ غوښتنې رد کړې، نو نن موږ ټول سیاسی ګوندونه خپل واضحه دريځ په ډاګه کوو، چې که د فل کورټ غوښتنه مسترد کېږي، نو موږ هم د عدليي دا پریکړه ردوو، اوس به موږ په دې مقدمه کې د دې درې کسیزه جرګګۍ مخې ته نه وړاندې کيږو، موږ د دې نه بايکاټ کوو."


له دې وړاندې تیره ورځ په اسلام اباد کې د واکمن ګوندونو مشرانو د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ کې په یوه غونډه کې د سپریم کورټ پر هغه فیصله خبرې وکړې چې پکې د دوی لخوا د پنجاب د وزیر اعله د انتخاب د مقدمې لپاره د ټولو قاضیانو بینچ یا فل کورټ جوړولو غوښتنه رد کړل شوه.

د دغه غوندې وروسته د اتحادي ګوندونو ګډ خبري کنفرنس ته د مسلم لیګ (ن) ګوند یو مشر او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل دا یوه مهمه مسله ده نو ځکه د دوی غوښتنه ده چې د پنجاب د وزیراعله د انتخاب د مقدمې اورېدنې لپاره دې د سپریم کورټ د ټولو قاضیانو بینچ جوړ کړل شي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو ویلي د ایتلافي ګوندونو د بایکاټ سره به د عدالت پر فیصله څه اثر نه پرېوځي او باید چې دغه ټولو ته د منلو وړ وي.

XS
SM
MD
LG