د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ ۱۳مه پېښه ثبت شوه


پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی: د ارشیف انځور
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی: د ارشیف انځور

په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ یوه بله پېښه هم مخې ته راغلې چې ورسره په روان کال کې هلته د پولیو د کیسونو شمېره ۱۳ ته رسېدلې ده.

د جولايي پر ۲۳مه د پاکستان د پولیو یا ګوزڼ مخنیوي پروګرام یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د ۱۸ میاشتو په یو ماشوم کې د وایرس تصدیق شوی دی.

تر دې وړاندې د پولیو وهلو ماشومانو ۱۲ کیسونه په شمالي وزیرستان کې رپورټ شوي وو.

په اسلام اباد کې د پولیو د مخنیوي پروګرام چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي په بنو، لکي مروت او شمالي وزیرستان کې د پولیو نور کېسونه هم مخې ته راشي ځکه چې په هغو سیمو کې وایرس خپور شوی دی.

د شمالي وزیرستان د صحت محکمې یو چارواکي ډاکټر شمس الرحمان د جون پر ۱۶مه مشال ریډیو ته ویلي وو چې په شمالي وزیرستان کې د واکسیني کمپاینونو پر مهال ډېرو میندو پلرونو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه وو ورکړي.

د پاکستان د صحت وزیر عبدالقادر پټیل رسنیو ته ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې یې د پولیو واکسینو او څاڅکو مهمونه چټک کړي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG