د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين ولسمشر وايي پر روسیې نوي بنديزونه کافي نه دي


د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زيلېنسکي د وینا پر مهال- انځور له ارشيفه
د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زيلېنسکي د وینا پر مهال- انځور له ارشيفه

د اوکراین ولسمشر پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو پر اووم پړاو تنقید کړی او ناکافي یې بللې دي.

وولودیمیر زیلېنسکي د جولای ۲۰مې پر شپه په ویډیويي پیغام کې وویل، "زه په صداقت خپلو شریکانو ته وایم، چې دغه بندیزونه کافي نه دي."

د جولای پر ۲۰مه د اروپايي ټولنې سفیرانو پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیې یولړ تازه بندیزونه منظور کړل. په هغو بندیزونو کې د روسیې د سرو زرو پر درامداتو بندیز او په اروپايي ټولنه کې د روسیې د تر ټولو ستر بینک سبېربانک د شتمنیو کنګلول شامل دي.

تر دې مخکې د نړۍ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) په جون کې د روسیې د سرو زرو پر درامداتو بندیز لګولی وو.

روسیې د فبرورۍ په مياشت کې پر اوکراین يرغل وکړ او تر اوسه یې خپلې جګړې ته دوام ورکړی او په ختيځ اوکراين کې یې ځينې ښارونه نيولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG