د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب اسمبلۍ پر ۲۰ څوکیو سبا ضمني انتخابات کېږي


په پاکستان کې د عامو انتخاباتو پر مهال پر ګڼو چوکیو د رایو اچول کېدو پر وخت د سیالو کاندیدانو د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته کېږي.
په پاکستان کې د عامو انتخاباتو پر مهال پر ګڼو چوکیو د رایو اچول کېدو پر وخت د سیالو کاندیدانو د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته کېږي.

د پاکستان د پنجاب د صوبايي اسمبلۍ پر ۲۰ څوکیو د جولايي پر ۱۷مه بیا یا ضمني انتخابات ترسره کېږي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي چې د دې انتخاباتو پر مهال به ولس د صوبايي‌ اسمبلۍ د ۲۰ غړو د ټاکلو لپاره د رایو ورکولو په ۳۱۳۱ مرکزونو کې خپلې رایې اچوي.

د انتخاباتو کمېشن د پنجاب څانګې مشر سعید ګل د جولايي پر ۱۵مه په لاهور کې رسنیو ته وویل چې د رایو په دې ۳۱۳۱ مرکزونو کې ۱۱۹۴ حساس او ۶۷۶ ډېر حساس ګرځول شوي دي.

نوموړي وویل چې پر دې مرکزونو د ګډوډۍ مخنیوي او د امنیت ټینګ ساتلو لپاره د نورو پرتله اضافي امنیتي عسکر ګمارل شوي دي.

بل پلو د پاکستان سرکاري راډیو د جولايي پر ۱۶مه خبر ورکړی دی چې د دې ضمني انتخاباتو لپاره د پولنګ عملې د روزنې او ګمارنې په ګډون ټول اړوند انتظامات ترسره شوي دي.

د انتخاباتو کمېشن صوبايي مشر سعید ګل خبري رسنیو ته په وینا کې دا هم وویل چې د رایو ورکولو حساس ګرځول شویو مرکزونو څارنه به په څارګرو یا "سي سي ټي وي" کېمرو کیږي.

په پاکستان کې د عامو انتخاباتو پر مهال پر ګڼو چوکیو د رایو اچول کېدو پر وخت د سیالو کاندیدانو د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته کېږي.

د داسې پېښو له کبله نه یوازې د رایو اچولو بهیر ګډوډ شي بلکې ډېر ځله پکې مرګ ژوبلې هم رامنځ ته شوې دي چې له کبله یې بیا پر هغه څوکۍ د انتخاباتو نتیجې ځنډنۍ او لانجمنې شوې هم دي.

سعید ګل ویلي چې وار له مخه د پاکستان د انتخاباتي کمېشن له ضابطه اخلاق څخه پر سرغړونه پينځه لاکه ۷۷ زره روپۍ جرمانه لګول شوې ده او د هوايي ډزو د پنځو پېښو نوټسې اخیستل شوی دی.

په پاکستان کې زیاتره وخت بایلوونکي کاندیدان د انتخاباتو د نتیجو له منلو منکر شي او پر بریالي شوي کاندید د درغلیو تورونه پورې کوي.

خو د انتخاباتو کمېشن صوبايي مشر سعید ګل هوډ څرګند کړ چې دا ضمني ټاکنې به په شفافه توګه ترسره کېږي.

د پنجاب اسمبلۍ پر ۲۰ چوکیو له هغه وروسته بیا انتخابات کېږي چې د پاکستان انتخاباتي کمیشن د ۲۰۲۲م کال د مې پر ۲۰مه په یاده اسمبلۍ کې د تحریک انصاف د هغه ۲۵ غړیو رکنیت ختم کړی وو چې د وزیراعلا جوړیدو لپاره یې د مسلم لیګ نواز ډلې حمزه شهباز ته رايه ورکړې وه.

دا پریکړه د سپریم کورټ د هغې پرېکړې په رڼا کې راغلې وه چې " که یو غړی د خپل سیاسي ګوند له خوښې پرته رايه ورکړي نو نه به شمارل کیږي."

د دې غړیو له خوا د وفادارۍ بدلولو پرضد ریفرنس د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چوهدري پرویز الهي لیږلی وو.

د پاکستان تحریک انصاف د منحرفو ۲۵ غړیو د رایو په نتیجه کې د مسلم لیګ نواز ډلې حمزه شهباز د پنجاب وزیراعلا منتخب شوی وو.

تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) د لاهور هايي کورټ ته خواست کړی وو چې د حمزه شهباز انتخاب دې غیرقانوني وګرځوي.

XS
SM
MD
LG