د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بالي کې د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده


په بالي کې د نړۍ د سترو ۲۰ صنعتي هیوادونو یا جي ۷ غونډې یوه څنډه
په بالي کې د نړۍ د سترو ۲۰ صنعتي هیوادونو یا جي ۷ غونډې یوه څنډه

د نړۍ د سترو صنعتي هیوادونو ډيپلوماټان په اوکراین کې د روسیې د جنګ، د غذايي اجناسو په لېږد او د انرژۍ پر مارکیټ باندې د دې د اغیز په اړه کومې نتیجې ته سره ونه رسېدل.

پرون (د جولای پر اتمه) د انډونیشیا په بالي ښار کې د جې ۲۰ هیوادونو د سفارتکارانو د غونډې له دوو ناستو څخه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغه وخت ووت، کله چې ورباندې په اوکراین کې د جګړې له امله نیوکې وشوې او پر روسیې يې دا غږ هم وکړ چې نړۍ ته د غلې د لیږد لپاره کییف ته اجازه ورکړي.

د غونډې مرام په روان کال د جي ۲۰ هیوادونو د سرمشریزې لپاره زمینه برابرول وو او د غذايي اجناسو او انرژۍ مخ په زیاتیدونکې بیې یې د ایجنډا د سر موضوعات وو.


سرګي لاوروف هغه وخت د غونډې د سهار له ناستې څخه اووت کله چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د اوکراین د جګړې له امله په ماسکو نیوکې وکړې. لاوروف د مازیګر ناسته هم مخکې تر هغې پرېښودله چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولیبا خپله وینا پیلوله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل چې د غونډې بحثونه، د هغه په اند، د اوکراین د وضعیت له کبله پر روسیې په "جنوني انتقاد" باندې بدل شوي ول.

د غونډې په پای کې کومه حتمي اعلامیه خپره نه شوه او نه هم د ګډونوالو شریک عکس واخېستل شو چې د ختیځ او لویدیځ تر مینځ یې بیلتون نور هم څرګند کړی دی. په دې کې روسیه او چین یو اړخ ته او امریکا، اروپا او متحدین یې بل اړخ ته ولاړ لیدل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG