د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې افغان کډوال وايي، د اختر لپاره هېواد ته نه دې پرېښودل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په پېښور کې مېشت یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې د پاکستان حکومت ورته اجازه نه ده ورکړې چې د اختر تېرولو لپاره افغانستان ته لاړ شي.

په پېښور کې مېشت یو افغان کډوال نعمت الله مشال راډیو ته وویل، په اوس مهال کې د هغوی ژوند ډېر اغېزمن شوی ځکه چې نیمه کورنۍ یې په افغانستان او نیمه یې په پاکستان کې ده او د خوښۍ او غم په موقعو کې هغوی نه شي کولی له یو بل سره وویني.

نوموړی وايي:

"زموږ اخترونه هم اغېزمن شوي، قرباني مو هم ګډه وډه شوې ده، ماشومان هم نه شي کولی د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره وطن ته لاړ شي. زما په خپله یو کال وشو چې مور او پلار مې نه دي لیدلي، له وېرې وطن ته نه شم تلی ځکه چې که ولاړ شم نو بیا مې بیرته پېښور ته نه پرېږدي."

نوموړی وايي، د هغه مېرمن پاکستانۍ ده او هغه نه شي کولی افغانستان ته لاړه شي. هغه دا هم وویل چې پخوا به چې سهار له پېښوره روان شول نو غرمه به په جلال اباد کې ول خو اوس دومره اسانه نه ده. د نوموړي په وینا ګڼو نورو افغانانو هم د پېښور خلکو سره خپلوۍ کړي او د ورته مشکل سره مخامخ دي.

شیراز خان یو بل افغان کډوال دی، هغه وايي، اوس خو ټول خلک کمپیوټري تذکرې او پي او ار کارتونه لري نو د پاکستان او افغانستان چارواکو له پکار دي چې خلکو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ ـ راتګ وکړي.

نوموړی وايي:

"پخوا به چې اختر شو نو له پېښوره به روان شو، پغمان، کابل، کامې او هرات ته به لاړو خو اوس نه شو تلی ځکه چې که لاړ شو، واپس بیا پاکستان ته نه شو اوښتی. نو بس هم دلته په پېښور کې پراته یو او دلته روزګار کوو."

شیراز خان وايي، ورور یې درې میاشتې وړاندې افغانستان ته تللی و او اوس هلته بند پاتې دی ځکه چې پاسپورټ جوړول او ویزه پرې لګول ډېر ستونزمن شوي دي.

د لنډي کوتل د مرستیال کمېشنر ارشاد خان له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، حکومت د ښه نیت له مخې د جولای پر نهمه پېښور کې مېشتو افغان کډوالو ته دا اجازه ورکړې وه چې د خپلو تذکرو په ښودلو کولی شي افغانستان ته لاړ شي. خو کله چې له افغانستانه واپس کېږي نو پاسپورټ او ویزه به په تورخم کې مامورینو ته ښکاره کوي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۶ کې افغان وګړو ته لازمي ګرځولې وه چې پاکستان ته د اوړېدو پر مهال به پاسپورټ او وېزه ښکاره کوي او یوازې په ایمرجنسۍ کې به بیمارانو ته اجازه ورکول کېږي چې بې له اسنادو پاکستان ته سفر وکړي.

خو په دې وروستیو کې د پاکستان وفاقي کابینې افغان سوداګرو ته د شپږمیاشتنیو ملټي پل وېزو ورکولو منظوري هم ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG