د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د افغان وګړو او سوداګرانو لپاره د ویزې نوې تګلاره منظوره کړې


یو افغان وګړی د پاکستان ویزې اخیستو لپاره په قطار کې ولاړ دی - پخوانی انځور.
یو افغان وګړی د پاکستان ویزې اخیستو لپاره په قطار کې ولاړ دی - پخوانی انځور.

د پاکستان وفاقي حکومت د افغان وګړو په ګډون د سوداګرانو لپاره د ویزو نوی نظام منظور کړی دی.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د جون پر ۲۸مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، له "نوې پالیسۍ" سره سم، په بهرنیو هېوادونو کې به د پاکستان سفارتونه د ویزو لپاره د افغانانو پر درخواستونو پرېکړه د هغوی د اصلي هېواد پر ځای د بل تابعیت او پاسپورټ پر اساس کوي.

نوموړې وویل، له نوي نظام سره سم به اسلام اباد په ۴۸ ساعتونو کې د شپږو میاشتو لپاره داسې ویزې ورکولای شي چې لرونکي به یې پاکستان ته د متعددو سفرونو اجازه ولري او د کورنیو چارو وزارت به دا واک لري چې ویزې تر یو کاله وغځوي.

مریم اورنګزېب زیاته کړه چې له دې پالیسۍ څخه به هغو کسانو ته هم ګټه رسي چې پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.

د پاکستان حکومت له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د افغانانو لپاره د ویزو لرل لازمي کړي دي او په ۲۰۲۱ز کال کې یې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یوازې له انلاین طریقې ویزې ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG