د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بايډن: پر کييف د روسيې ميزايلي برید وحشت دی


د امريکې ولسمشر جو بايډن (انځور له ارشيفه)
د امريکې ولسمشر جو بايډن (انځور له ارشيفه)

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي ۷) د سرمشریزې تر پیل مخکې د روسیې له خوا د اوکراين پر سرښار کييف میزایلي برید یو "بربریت" بللی دی.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي بیا د ده له هېواد سره د غربي نړۍ د مرستو مننه کړې خو په همدې حال کې یې نوره مرسته هم غوښتې.

د کییف ښاروال وېتالي کلېچکو ویلي چې د جون پر ۲۶مه په میزایلي برید کې د خلکو د استوګنې لږ تر لږه دوه ودانۍ په نښه شوي دي چې پکې یو تن وژل شوی او شپږ نور زخمیان شوي دي. په زخمي شویو کې یوه اووه کلنه ماشومه او د هغې مور هم شامل دي.

یو بل میزایلي برید بیا د کییف په جنوب ختیځ کې د چیرکاسي په نوم یو ښار په نښه کړی دی.

ولسمشر بایډن چې د جرمني له وزیراعظم اولاف شولڅ او نورو مشرانو سره یې په جرمني کې د جي اووه هېوادونو په سرمشریزه کې برخه اخیستې، په کییف یې وروستیو راکټي بریدونو ته د "روسیې وحشت" نوم ورکړی دی.

بلخوا روسیې دا تورونه رد کړي او ویلي چې په کییف کې یې د استوګنې ودانۍ نه بلکې د وسلو یوه کارخانه په نښه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG