د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف پر لويو کاروبارونو د ۱۰ فیصده ټیکس لګولو اعلان کړی


وزيراعظم شهباز شریف وويل چې په لويو صنعتونو د ټيکس لګولو مقصد د غربت کمول دي. (انځور: ارشیف)
وزيراعظم شهباز شریف وويل چې په لويو صنعتونو د ټيکس لګولو مقصد د غربت کمول دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف اقتصاد ته د ودې ورکولو او غربت د کمولو لپاره پر لويو صنعتونو او کاروبارونو د ۱۰ فيصده "سوپر ټیکس" لګولو اعلان کړی دی.

نوموړي دا اعلان د جون پر ۲۴مه په اسلام اباد کې له اقتصادي ډلې سره تر غونډې وروسته له رسنیو سره د خبرو پر مهال کړی دی.

وزيراعظم شهباز شریف وويل چې په لويو صنعتونو د ټيکس لګولو مقصد د غربت کمول دي او په دې کې د سېمنټو، پولادو یا سټيلو، بورې یا چیني، تېلو، ګيسو، زراعت، بانکونو، ګاډو او سېګريټ صنعتونه او کاروبارونه شامل دي.

ده وويل چې د محصولاتو او مالیو غونډولو لپاره به کمپیوټري یا ډېجيټل لارې کاروي او هغه پیسې به پر ولس د ټيکسونو بار کمولو لپاره کاروي.

شهباز شریف زیاته کړه، هغه کسان چې په کال کې ۱۵ کروړه روپۍ ګټي، پر امدن به یې يو فيصد ټيکس لګوي او دا ټولې پيسې به د بې وزلو د خیر ښېګړې او پر ترقياتي کارونو لګوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان اقتصاد له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې له لویو مشکلاتو سره مخامخ دی او حکومت وايي، د سمولو هڅې یې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG