د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند یوه "تخنیکي ډله" کابل کې خپل سفارت ته لېږدولې


د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سفارت ته یې تخنیکي ډله د بشري مرستو د موثره وېش لپاره استولې - پخوانی انځور.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سفارت ته یې تخنیکي ډله د بشري مرستو د موثره وېش لپاره استولې - پخوانی انځور.

هند په کابل کې خپل سفارت ته تخنیکي ډله لېږدولې او په دې توګه یې یو وار بیا په افغانستان کې خپل سفارتي حضور پیل کړی دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې "د بشري مرستو د موثره وېش او له افغان ولس سره ژمنتيا ته د دوام ورکولو په برخه کې د نېږدې څارنې" او له بېلا بېلو برخه والو سره "د هڅو همږغي کولو" لپاره يې يوه تخنيکي ډله د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ کابل ته رسېدلې او هلته یې "د هند په سفارت کې" کار پیل کړی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې تر دې وړاندې د هند يوه بله ډله افغانستان ته تللې وه، هلته يې له طالب مشرانو سره ليدلي او د "امنيتي اوضاع جاج" يې اخيستی وو.

هند د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته خپل سفارتکاران له افغانستانه ایستلي ول.

هغه هېواد د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو وړاندې په کندهار، جلال اباد، هرات او مزارشریف کې له خپلو کونسلګریو څخه هم کارکوونکي ایستلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG