د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیو ځواکونو د اوکراين دوه نور ښارونه نیولي


 په سېوېرودونېڅک کې اوکرایني سرتېري د جګړې په حال کې - د جون ۲۰مې انځور.
په سېوېرودونېڅک کې اوکرایني سرتېري د جګړې په حال کې - د جون ۲۰مې انځور.

د اوکراین پوځ ویلي چې روسیو ځواکونو، د لوهانسک سیمې د جګړه ځپلو ښارونو سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک سره نېږدې دوه واړه ښارونه نیولي دي.

د اوکراینیو ځواکونو مشر د جون پر ۲۱مه وویل، نیول شوي ښارونه پېدلېشنې او مېرنا دولېنا نومېږي. هغه دا هم ویلي چې روسي ځواکونو په هورسکې سیمه کې د بېلا هور (سپین غره) لوري ته "جزوي بریا" ترلاسه کړې او اوکراینیو ځواکونو بیا د وېسوکي لوري ته "په کامیابۍ یو برید په شا تمبولی" دی.

اوکراین تر دې وړاندې د دې خبرې پخلی کړی وو چې روسیو پوځیانو د جګړې لومړۍ کرښې کلی توشکیفکا نیولی دی.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، په لوهانسک سیمه کې حالت زیات خراب دی ځکه چې روسي ځواکونو له مهمو سیمو څخه د اوکراینیو ځواکونو د ایستلو لپاره هلې ځلې ګړنۍ کړې دي.

روسيو ځواکونو د فبرورۍ په مياشت کې پر اوکراين "بې له پارونې يرغل پيل" کړ او اوس یې د ختيځ اوکراين د نيولو لپاره بریدونه زیات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG