وږمه د خپل هنر او کړېدلي ژوند کيسه کوي
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه نوميالۍ سندرغاړې وږمه ده. نوموړې وايي، څه د پاسه ۳۵ کاله يې پښتنو ته سندرې وويلې. پر دې سربېره چې نوموړې په وروستيو کې ناروغه شوې وه او درملنه يې روانه ده، لا هم سندرې وايي. وږمه د خپلو سندرو له مينه والو غواړي چې تر خپلې وسې دې ورسره مالي مرستې وکړي. دې د خپلو سندرو خپرولو لپاره يوټيوب چينل هم جوړ کړی او پر پښتنو غږ کوي چې هغه سبسکرايب کړي. د وږمې د ژوند او هنر په اړه د هغې خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
اپرېل ۰۴, ۲۰۲۴
زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې ده
-
مارچ ۲۱, ۲۰۲۴
سردار يوسفزی وايي د روزګار غم يې هنر ته نه پرېږدي
-
فبروري ۲۲, ۲۰۲۴
صادق اپرېدی وايي کورنۍ کې يوشمېر ځوان هنرمندان لري
-
فبروري ۱۵, ۲۰۲۴
وحيد حيدر وايي غزل ويل زيات محنت غواړي