د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار کتاب بازار په ټپه ولاړ


جلال اباد کې د کتابونو یو پلورنځی
جلال اباد کې د کتابونو یو پلورنځی

په ننګرهار کې د کتاب خپرندویه ټولنو مسوولین وايي چې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې يې يو کتاب هم نه دی خپور کړی او د کتابونو بازار هم په ټپه ولاړ دی.

د دوی په خبره که وضعیت همداسې دوام وکړي، نه خو به څوک کتاب د چاپ لپاره راوړي او نه به هم ورسره چاپ کړي کتابونه خرڅ شي. بلخوا په پېښور کې هم د کتابونو د چاپ او پلور بازار کمرنګی شوی دی.

د افغانستان ننګرهار يو له هغو ولایتونو څخه دی چې له تېرو اوږدو کلونو راهيسې پکې له پېښوره وروسته د کتابونو د خپرولو يوشمېر ټولنې رامخته شوې وې او په سلګونه عنوانه کتابونه يې خپاره کړي ول، په تېر یو نیم کال کې چې د کورونا د وبا له امله پوهنتونونه رخصت شوي ول، د کتاب پر بازار يې سخت منفي اغېز کړی و، خو د کتابونو د چاپ لړۍ نه وه درېدلې. اوس چې تازه په افغانستان طالبان واکمن شوي، د کتاب خپرولو لړۍ په ټپه درېدلي او کتابپلورونکي د کتاب له بازاره شکایت کوي.

په جلال اباد کې ختيځ خپروندویه ټولنه چې له تېرو دولسو کلونو راهيسې فعالیت کوي، تر دا مهاله يې تر شپږ سوه عنوانه پورې کتابونه خپاره کړي دي. د دغې ټولنې يو تن مسوول زاهد الله وايي:''کومه وبا چې منځته راغله او پوهنتونونه ورسره رخصت شول، نو دې سره زموږ کاروبار نیم په نیمايي ودرېده. خو په دې وروستيو کې چې تحولات راغلل او نظام بدل شو، ورسره د مامورینو معاشات ( تنخواګانې) بندې شوې، هغه محصلین چې وظیفه يې کوله او تر څنګ يې پوهنتونونو کې زده کړې کولې، ډېرو بېچاره ګانو پوهنتونونه پرېښودل. او دې وروستيو تحولاتو ډېری محصلین په رواني ناروغیو اخته کړل. دلته چې راشي کتابونه وګوري، خو وايي چې اوس هغه شان مطالعه نه شي کولای څنګه چې یې مخکې کوله. په تېرو دوه دوه نیمو کلونو کې او په تېره بيا په دې وروستیو کې خو د کتابونو د چاپ لړۍ مکمله ولاړه ده.''

جلال اباد کې د کتابونو یو پلورنځی
جلال اباد کې د کتابونو یو پلورنځی

په جلال اباد کې مومند کتاب خپروندویه ټولنه چې له تېرو اوږدو کلونو راهيسې کتابونه خپروي او پر ننګرهار سربېره یوشمېر نورو ولایتونو کې کتابپلورونکو ته خپل خپاره کړي کتابونه لېږي، د دغې ټولنې مسوول نحیب مومند وايي، په جمهوري نظام کې به دوی هره میاشت تر پينځلس عنوانه پورې کتابونه خپرول، خو له تېرو دوه نیمو میاشتو راهيسې چې نظام بدل شوی، یو کتاب يې هم نه دي خپور کړي.

مومند زیاتوي وړاندې به یې چې د عامې مطالعې لپاره د ورځې دوه درې کتابونه پلورل، اوس پرې ګوله ډوډۍ هم نشي موندلای. د نوموړي په اند د دې یوه بله وجه دا ده چې اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوي دي.

یوازې ننګرهار نه چې په پېښور کې هم د کتاب بازار کمرنګی شوی دی. د منګل کتاب کور مسوول پروفیسر اسیر منګل چې د تېرو څلورو کلونو راهيسې کتابونه خپروي او تر دا مهاله يې په لسګونه عنوانه بېلابېل پښتو کتابونه خپاره کړي، مشال راډيو راډيو سره په خبرو کې وویل:

''جلال اباد دي، کابل دي، که پېښور یا کوټه ده، دا داسې له يو بل سره تړلي دي. نو په یوه سيمه کې چې کوم بد حال وي، په بلې يې بد اثر پرېوځي. پېښور کې خو هسې هم د پښتو کتاب څوک نه اخلي. نن سبا کتابونه هم څوک نه چاپوي. پېښور کې خو خلک د هغه شاعرۍ کتاب اخلي چې شاعر يې مقبول وي او یا هغه کتابونه خرڅېږي چې په نصاب کې شامل وي.''

سره له دې چې په افغانستان کې د تېرو څو کلونو راهيسې د ادبي او ذوقي کتابونو خرڅلاو کمرنګي شوی و، خو خپروندویه ټولنو به د پوهنتونونو او انستتیوتونو لپاره د ټاکل شوي نصاب کتابونه خپرول چې د کتاب بازار يې تر يوه حده ګرم ساتلی و، خو اوس چې پوهنتونه تړل شوي او له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي، د کتاب خپرندویه ټولنو د مسوولینو اندېښنې يې زیاتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG