د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړيوال سازمان د افغان يوټيوب چلوونکو د خوشې کولو غوښتنه کړې


دا تصوير په ټولنيزو رسنيو له خپرې شوې ويډيو څخه اخيستل شوی چې پکې اجمل حقيقي او ملګري يې لاس تړلي ښکاري.
دا تصوير په ټولنيزو رسنيو له خپرې شوې ويډيو څخه اخيستل شوی چې پکې اجمل حقيقي او ملګري يې لاس تړلي ښکاري.

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې افغان یوټیوب چلوونکی اجمل حقیقي او د هغه همکاران دې ژر تر ژره خوشي کړي.

سازمان د جون پر اتمه نېټه په یوه اعلامیه کې د دغو کسانو نيونه د بیان پر ازادۍ برید او له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه بللې ده. بیان زیاتوي چې طالبان باید دا کسان سمدستي خوشي او د هغو خلکو چې غواړي نظر څرګند کړي، نظرونه سانسور نه کړي.

په اعلامیه کې د بخښنې د نړیوال سازمان د اسیا د برخې د غړې سمیرا حمیدي له قوله ویل شوي چې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو له خلکو سره زور زیاتی او هغه يې ځورولي دي.

طالبانو بيا ويلي چې اجمل حقیقي او د هغه ملګري یې "اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي" په تور نیولي دي. حقیقي د جامو ماډلينګ کاوه او په یوټیوب کې په خپل نوم چېنل هم لري. په دغه چېنل کې پر بېلا بېلو ټولنیزو او تفریحي مسایلو خپرونې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG