د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر عارف علوي د پارلېمان منظور کړي دوه بلونه ولې رد کړل؟


ولسمشر عارف علوي ویلي چې حکومت دې دې بلونو ته بیا کتنه وکړي او په پارلېمان کې دې ورباندې بیا بحث وکړي. 
ولسمشر عارف علوي ویلي چې حکومت دې دې بلونو ته بیا کتنه وکړي او په پارلېمان کې دې ورباندې بیا بحث وکړي. 

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي هغه دوه بلونه رد کړي‌ دي چې حکومت د احتساب په قومي‌ اداره او انتخاباتي عمل کې د بدلون لپاره د پارلېمان ترمنظورۍ وروسته ورلېږلي وو.

ولسمشر عارف علوي ویلي چې حکومت دې دې بلونو ته بیا کتنه وکړي او په پارلېمان کې دې ورباندې بیا بحث وکړي.

د ولسمشر عارف علوي دفتر د جون پر څلورمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي دا ګام د ملک د ایین ۷۵ (۱) مادې له مخې اخیستی دي او دا بلونه بیرته حکومت ته لېږلي دي.

د پېښور های کورټ وکیل علي ګوهر درانی وايي، له ولسمشر سره د بلونو ردولو واک شته خو د پارلېمان شریکه غونډه له نوموړي دا واک اخیستلای هم شي.

ده وویل، چې ولسمشر یو بل رد کړي‌ او هغه پارلېمان بیا بحث کړي او بیا یې ولسمشر ته ولېږي نو له هغه سره لس ورځې وي چې لاسلیک پر وکړي ګني لس ورځې وروسته هغه په خپله منظور ګڼل کېږي.

د پاکستان مسلم لیګ، پیپلز ګوند او نورو ګوندونو اوسني شریک حکومت د تحریک انصاف هغه قانوني ترمیمونه رد کړي‌ دي چې د انتخاباتو په قانون کې یې کړي وو.

په دې کې په بهر هیوادونو کې مېشتو پاکستانیو وکړو ته د ووټ اچولو حق او په انتخاباتو کې د رایې ورکولو لپاره د برقي مشینونو کارول او د احتساب ادارې واک کمول هم شامل وو.


د سیاسي چارو پوهان وايي، له تحریک انصاف سره د اړه لرونکي ولسمشر له خوا داسې کړنې جمهوري نظام ته زیان رسوي.

خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي چې داسې کړنې پر ایین او جمهوري د ولس د باور کمولو سبب ګرځېدای شي.

خو خبرپانه د ولسمشر له خولې زیاتوي چې دا دواړه بلونه په ډېره جلدبازۍ منظور شوي نو په کار ده چې له سره ورباندې بحث او سلا مشورې وشي.

قانون پوهان وايي، حکومت مجبور دی چې دا بلونه تر لسم جون وړاندې منظور کړي هغه ځکه چې پر لسم جون کالنی بحټ وړاندې کېږي او ورپسې د بجټ سېشن دی په کوم کې چې قانون سازي نشي کېدای.

XS
SM
MD
LG