د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرنایي کې ماین چاودنې دوه تنه وژلي


پولیس وايي، په هرنایي کې یې د ځمکلاندې بمي چاودنې په اړه پلټنې پیل کړي دي.
پولیس وايي، په هرنایي کې یې د ځمکلاندې بمي چاودنې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د بلوچستان په هرنايي کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي.

د هرنايي ډېپټي کمېشنر سردار محمد رفيق ترين د مې پر ۳۱مه تر چاودنې وروسته مشال راډيو ته وويل چې وژلي کسان وروڼه دي.

ده وویل، پېښه په شاهرګه کې هغه مهال شوې چې د هغو وروڼو د اوبو ټانکر له هغه ځايه تېرېده.

د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او نه هم پوليسو په دې تړاو څوک نيولي دي.

رفيق ترين زياتوي چې وسله والو په هرنايي کې د مې پر ۲۸مه د موبايل يو ټاور د رېموټ کنټرول بم په واسطه الوځولی وو.

بلخوا د تېر ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر مياشت کې د هرنايي او زیارت ترمینځ په زردالو سيمه کې مانګي ډیم ته څېرمه تر ځمکې لاندې بم په چاودنه کې د لېويز ځواک درې سرتېري وژل شوي ول. د هغې پېښې مسووليت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوچ لېبرېشن ارمي" منلی وو.

له یوه بل خبر سره سم، د مې ۳۱مې شپې مهال د بلوچستان د خضدار په سوراب سیمه کې يو قبايلي مشر وژل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي چې "ناڅرګنده وسله والو" زهري کراس ته څېرمه د علي اکبر سناړي پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې هغه ووژل شو او دوه مېرمنې ژوبل شوې. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG