د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تمباکو استعمال پر روغتیا څه اثرات لرلای شي؟


د مې ۳۱مه د تمباکو د استعمال مخنیوي نړیواله ورځ ده
د مې ۳۱مه د تمباکو د استعمال مخنیوي نړیواله ورځ ده

پراګ - د مې ۳۱مه د تمباکو د استعمال د مخنیوي نړیواله ورځ ده چې موخه یې د سېګرېټو، نسوارو، چیلم، پان او نورو داسې شیانو پر صحت د ناسمو اثراتو په اړه اګهي پیدا کول دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) ویلي چې سږکال یې دا ورځ د تمباکو د استعمال له وجې پر زړه او د وینې دوران پر نظام د بدو اثراتو په اړه پوهاوي پیدا کولو ته ځانګړې کړې.

ډبلیو اېچ او پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې تمباکو کارول د زړه، د رګونو شلېدلو، فالج او د بدن د رګونو د یو شمېر نورو ناروغیو یو مهم لامل دی.

په افغانستان او پاکستان کې تمباکو د سېګرېټو، نسوارو، چیلم، پان، ګوټکې او نورو شیانو په بڼه کارېږي.

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې په دفترونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو، کورونو او نورو ولسي ځایونو کې د سېګرېټو څښل منع دي خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم په ولسي ځایونو کې کارېږي.

روغتیاپالان وايي،د سېګرېټو لوګی نه یوازې کاروونکي بلکې ورسره شاوخوا ناستو خلکو ته هم تاوان رسوي.

د تمباکو د استعمال د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت مو په کابل کې له ډاکتر نجیب ننګیال سره خبرې کړې دي.

بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.

د تمباکو د استعمال بدو اثراتو په اړه له ډاکتر نجیب ننګیال سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG