د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د ماریوپول فولادو کارخانې او سلګونو اوکرایني سرتېرو د نیولو ادعا کړې


په اوکراین کې د ازوفستال د فولادو کارخانه

روسیه وايي، پوځ یې په ماریوپول کې د ازوفستال د فولادو په کارخانه مکمل کنټرول حاصل کړی او ټول اوکرایني جنګیالي چې هلته پټ شوي وو، ورتسلیم شوي دي.

دروسیې دفاع وزارت د مې په ۲۰مه په یوه بیان کې وویل چې "د ازوفستال کارخانه په مکمل ډول ازاده شوې ده. " په بیان کې ویل شوي چې "د کارخانه کې تر مځکې لاندې برخې چې وسله وال پکې پټ وو، د روسیې د ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې راغلې دي."

د کارخانې دسرنګونو په خالي کېدو سره د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې، چې نږدې درې میاشتې پرې اوړي، تر ټولو تباه کنه محاصره پای ته ورسېده.

اوکراین دا خبر په سمدستي ډول نه دی تاییده کړی خو ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وړاندې ویلي وو چې د پوځي قوماندې لخوا د ازوفستال دفاع کوونکو ته واضحه اشاره ورکړل شوې وه چې له هغه ځایه ووځي او خپل ژوند بچ کړي.

روسیې غوښتل چې د کرایمیا ټاپو وزمې ته د ځمکني دهلیز د برابرولو لپاره د ماریوپول کنټرول تر لاسه کړي. ماسکو کرایمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴م کې له ځان سره یو ځای کړې وه.

روسیې هلته خپل بریدونه زیات کړي او په بې رحمۍ سره یې هغه څه په نښه کړي چې د زېلېنسکي په خبره دا وخت هلته حالت "دوزخ" ته ورته دی.

اوکرایني چارواکو ویلي چې د روسیې د پوځ لخوا ملکي انفراسټرکچر او د ابادۍ سیمې په نښه کېدل دوام لري.

XS
SM
MD
LG