د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لویه پکتیا کې د قامي شخړو د حل کمیشن وټاکل شو


په خوست،لوګر، پکتیا او پکتیکا کې د قامي شخړو د حل لپاره شل کسیزه کمېشن و ټاکل شو، مې ۱۹مه ۲۰۲۲
په خوست،لوګر، پکتیا او پکتیکا کې د قامي شخړو د حل لپاره شل کسیزه کمېشن و ټاکل شو، مې ۱۹مه ۲۰۲۲

د افغانستان په پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو کې د قامي شخړو او نورو لویو او وړو لانجو د حل په خاطر د قومي مشرانو او دیني عالمانو په ګډون یو شل کسیزه کمېشن وټاکل شو.

په یادو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت والیانو د مې پر ۱۹مه په خوست کې یوې ګډې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې په دغو ولایتونو کې د دښتو، غرونو او څړځایونو پر سر پرلپسې دعوو او لانجو حکومتي ادارې په دې مسایلو بوختې ساتلې دي.

چارواکو هیله و ښودله چې د دغو سیمو کلتور او قومي جوړښتونو ته په پام کې سره به د دې کمیشن پرېکړې ومنل شي او که چیرې کوم لوری سرغړونه کوي، نو حکومت به يې په جبري بڼه ورباندې پلي کوي.

د خوست والي مولوي محمدنبي عمري په خبرو کې د څلورو ولایتونو د مشرانو او عالمانو ګډې غونډې ته وویل، که چیرې کومې خوا سرغړونه کوله، نو حکومت سره امکانات شته، چې په جبري ډول ورباندې پرېکړه عملي کړي.

نهه میاشتې ستاسو د لانجو د لاسه د امارت نظامي، اقتصادي، سیاسي، امنیتي ټول امور په ټپه ولاړ دي، ټوله ورځ والیان، وزیر صاحبان، قوماندانان په دې باندې مو مشغول کړي دي، چې زما ځمکه يې ونیوله، په ما يې تعرض وکړ، دا دولتي ده، دا شخصي ده، دا دا ده او دا دا ده
د خوست والي: مولوي محمد نبي

د خوست والي وویل، "نهه میاشتې ستاسو د لانجو د لاسه د امارت نظامي، اقتصادي، سیاسي، امنیتي ټول امور په ټپه ولاړ دي، ټوله ورځ والیان، وزیر صاحبان، قوماندانان په دې باندې مو مشغول کړي دي، چې زما ځمکه يې ونیوله، په ما يې تعرض وکړ، دا دولتي ده، دا شخصي ده، دا دا ده او دا دا ده. "

په غونډه کې د پکتیا والي مولوي علي جان احمد د افغانانو خپلمنځي اختلافات د اندېښنې وړ وبلل.

ده وویل، په اوس وخت کې چارواکي دې ته متوجه دي، چې کورنيو اختلافاتو ته د پای ته رسیدو لارې چارې پیدا کړي.

قومي مشر توریالي منګل له حاکم نظامه وغوښتل، چې د موجودو داخلي اختلافاتو او د بهرنیو مداخلو د له منځه وړلو لپاره دې قومي جوړښتونه پیاوړي کړي.

نوموړي زیاته کړه، "له اسلامي امارت مو هیله داده چې د هغو قومي جوړښتونو چې په تېرو لسیزو کې جګړو کې کمزوري شوي دي، هغو ته ځیر شي او یاد قومي جوړښتونه دې را ژوندي کړي تر څو د خپلمنځيو شخړو د له منځه تللو سبب وګرځي. "

بلخوا د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست وزیر خليل الرحمن حقاني د قومي شخړو او لانجو په حلولو کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو رول اغېزمن وبللو او غوښتنه يې وکړه چې د شل کسيزه کمیشن سره دې قامونه او خلک همکاري وکړي.

ده له هغو ټولو قامونو او خېلونو چې اختلافات او لانجې لري، غوښتنه وکړه چې په خپلو کې اوربند وکړي او د دې کمیشن په وساطت دې سولې ته غاړه کیږدي، تر څو موجودې لانجې د ښکېلو خواو په رضایت پای ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده له کلونو راهیسې د لويې پکتیا په قامونو، خېلونو او ځینې ځایونو کې حتا د کلیو تر منځ د غرونو، غونډیو، څړځایونو او دښتو پر سره دعوې او لانجې موجودې دي، چې ځیني وختونه د ښکېلو خواو تر منځ د وسله والو شخړو لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG