د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني ته هره ورځ ۲۰۰۰ اوکرايني کډوال ځي


جرمني رسنیو راپور ورکړی چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پيل تر دې دمه اوه لکه اوکرایني کډوال جرمني ته تللي.
جرمني رسنیو راپور ورکړی چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پيل تر دې دمه اوه لکه اوکرایني کډوال جرمني ته تللي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ننسي فېزر Nancy Faeserویلي دغه هېواد ته د ورتلونکو اوکرایني کډوالو شمېر په ورځ کې شاوخوا دوو زرو کسانو ته را ټېټ شوی دی.

ننسي ویلي د مارچ په نیمايي کې کله چې په اوکرایین د روسیې یرغل تازه وو جرمني ته د ورځې ۱۵ زره اوکراینیانو پناه ور وړله.

د جرمني د کورنیو چارو د وزیرې په حواله راغلي چې اکثر اوکراینیان بېرته خپل هېواد ته ستنیږي خو ځینې یې چې د جرمني د کار په بازار کې د دندې وړتیا لري په دغه هېواد کې پاتې کېږي.

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پيل تر دې دمه اوه لکه اوکرایني کډوال جرمني ته تللي او هلته یې د پاتې کېدو لپاره نوملیکنې کړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د سروې په اساس شاوخوا ۴۰ فیصده کډوال ماشومان او څه باندې اتیا فیصده یې ښځې دي.

اوکرایین یواځې ماشومانو، ښځو او زړو ته له هېواده ته د وتلو اجازه ورکړې ده.

روسیې د فبروري په ۲۴ پر اوکرایین یرغل ور ووړ. له دې نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې تر شپږو میلیونو زیات اوکراینیان له هېواده وتلي او اکثر په ګاونډيو اروپايي هېوادونو سلواکیا، پولنډ، هنګري، رومانیا او تر هغه ور هاخوا جرمني کې مېشت شوي دي.

د نړیوالو فشارونو او بندیزونو سره سره پر اوکرایین د روسیې د یرغل د درېدو څرک نه لګېږي.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي بېګا(د مې ۱۳مه) ملت ته په وینا کې وویل، هېڅوک نه شي ویلی چې دا جګړه څومره دوام کوي؟

هغه زیاته کړې چې د (جګړې) نتایج به نه یواځې اوکراینيانو بلکې متحدینو،اروپايي هېوادونو او ټولې ازادې نړۍ ته متوجه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG