د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو کمېشن: د تحریک انصاف پر سیاستوالانو دې د مذهب سپکاوي مقدمه ختمه شي


د تحریک انصاف د مشر عمران خان په ګډون مقدمه د اپرېل پر ۲۸مه په مسجد نبوي کې د وزیراعظم پرضد د نعرو تر پېښې وروسته دایره شوې - پخوانی انځور.
د تحریک انصاف د مشر عمران خان په ګډون مقدمه د اپرېل پر ۲۸مه په مسجد نبوي کې د وزیراعظم پرضد د نعرو تر پېښې وروسته دایره شوې - پخوانی انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کړی دی چې د مخالفینو پرضد دې د مذهب د سپکاوي د سزاګانو له قانون سره سمه دایره کړې مقدمه ختمه کړي.

د بشري حقونو کمېشن د مې پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د اسلام سپکاوي د مجازاتو قانون باید د "مخالفانو پروړاندې د وسلې په توګه و نه کارول" شي.

بیان زیاته کړې چې حکومت دې د تحریک انصاف د مشرانو پرضد درج شوې مقدمه ژرترژره ختمه کړي.

د بشري حقونو ناحکومتي خپلواک کمېشن دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د اپرېل پر ۳۰مه وویل چې د مسجد نبوي د بې احترامۍ په تور به له دایرې شوې مقدمې سره سم د ککړو کسانو پروړاندې کارروايي کوي.

نوموړي ویلي ول چې ښايي له مقدمې سره سم، د پخواني وزیراعظم عمران خان په ګډون د تحریک انصاف او د هغه د ملاتړیو ګوندونو یوشمېر سیاستوالان ونیول شي.

په مقدمه کې تور پورې شوی چې "عمران خان، فواد چودري، شہباز گل، قاسم سوري، شیخ رشید، شیخ راشد شفیق او د تحریک انصاف یوشمېر نورو مشرانو تر ۱۵۰ پورې کسان قصداً هڅولي ول چې د اپرېل پر ۲۸مه په مسجد نبوي کې" د پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د حکومتي پلاوي پر ضد "نعرې ووهي او ورته بد رد" ووايي.

حکومت د پاکستان د مجازاتو قانون د ۲۹۵مې مادې له لومړۍ برخې سره سم، د تحریک انصاف ګوند د پلویانو پرضد مقدمه دایره کړې. د هغې مادې لومړۍ (یعنې الف) برخه قصداً د یو چا یا ډلې د مذهب یا مذهبي عقایدو د سپکاوي له وجې د مذهبي احساساتو پارولو په اړه ده. که له قانون سره سم، پر یو کس دا تور ثابت شي نو تر ۱۰ کلونو پورې د بند یا جرمانې او یا دواړه سزاګانې ورته اورول کېدای شي.

خو تحریک انصاف ګوند دا تور ردوي او وايي، حکومت ورڅخه د سیاسي غچ اخیستو په موخه دا ډول مقدمې جوړوي.

د هغه ګوند یو مخکښ مشر فواد چودري د اپرېل پر ۳۰مه شپې مهال پر ټوېټر پاڼه ولیکل چې په عدالت کې د هغې مقدمې مقابله کوي.

په نبوي جومات کې څه پېښ شول؟

د سعودي عرب د حرمینو شریفینو پر سرکاري ټوېټر پاڼه په بیان کې راغلي چې وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۲۸مه ماښام مهال نبوي جومات ته ورغی. پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې کله شریف له وفاقي وزیرانو سره مسجد نبوي ته داخلېږي نو یوشمېر کسان یې پرضد نعرې وهي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن په اسلام اباد کې د سعودي عرب د سفارت د اطلاعاتو څانګې له خولې ویلي دي چې پولیسو د نبوي جومات پېښې په تړاو یوشمېر مشکوک کسان نیولي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوې مخکښې مشرې او د بشري حقونو د چارو پخوانۍ وزیرې شیرین مزارۍ په مسجد نبوي کې د وزیراعظم او د هغه د پلاوي پرضد د نعرو ویډیو پر ټوېټر شریکه کړې وه او ویلي یې ول چې هغه کسان یې د ګوند پلویان ول. خو وروسته نوموړې ویډیو لیرې کړه او پر ټوېټر یې ولیکل چې په هغه ویډیو کې ځینې "نازېبا الفاظ" کارول شوي ول چې په "ځانګړي ډول د عبادت په ځای کې یې کارول مناسب نه ول."

مزارۍ پر ټوېټر په بیان کې د وزیراعظم په مشرۍ پلاوي ته په اشاره ویلي دي چې هغوی چې "چېرې هم ځي، پاکستانیان به یې شرموي."

د نبوي جومات تر پېښې وروسته پر ټولنیزو شبکو د تحریک انصاف ګوند پر پلویانو انتقاد وشو. د پاکستان مسلم لیګ (ن) مخکښه سیاستوالانو او وزیرانو مریم اورنګزېب، مفتاح اسماعیل او احسن اقبال په مدینې کې پر شوې پېښې انتقاد وکړ او پر ټوېټر یې په بیانونو کې دا د نه منلو عمل بللی دی.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر او د پاکستان د حکومت په اېتلاف کې شامل سیاستوال مولانا فضل الرحمان پر ټوېټر په بیان کې د پېښې غندنه کړې ده.

د مذهب سپکاوي د سزاګانو قانون

د بشري حقونو نړیوالې او کورنۍ ادارې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو قانون لانجمن بولي او وايي، د دې قانون ناسم استعمال او د مخالفینو پرضد یې کارول خورا ناوړه پایلې لري. هغو ادارو په بیا بیا پر حکومت په قانون کې د بدلون ټینګار کړی دی.

د اسلام او د پیغمبر په ګډون د سپېڅلو ځایونو او کتابونو د سپکاوي د مجازاتو له قانون سره سم، که پر یو کس تور ثابت شي نو ورته له کلونو تر ټول عمره د بند د سزا تر څنګ د جرمانې او ان د مرګ سزا هم اورول کېدای شي.

په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د مذهب یا د اسلام د پیغمبر د سپکاوي په تور د پارېدلو خلکو په تشدد کې یوشمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په پاکستان کې د سینټر فار ریسرچ اېنډ سېکیورټي سټډيز په نوم يوې څېړنيزې ادارې د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې په راپور کې ويلي چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې په تېرو ۷۳ کلونو کې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په ۱،۴۱۵ پېښو کې ۸۹ کسان عدالت ته له وړاندې کېدو پرته وژل شوي دي چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې بلوه ګرو وژلي دي.

XS
SM
MD
LG