د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وايټ هاوس کې اختر ولمانځل شو


د اختر د لمانځلو په موقع يوه ښځه د امريکايي‌ولسمشر جو بايډن سره تصویر اخلي
د اختر د لمانځلو په موقع يوه ښځه د امريکايي‌ولسمشر جو بايډن سره تصویر اخلي

د امريکايي ولسمشر جوبايډن له خوا په سپينه ماڼۍ (وایټ هاوس) کې د وړوکي اختر په جوړه شوې دستوره کې د دې هېواد له يوشمېر برخو څخه مسلمانانو ګډون کړی وو.

د مې پر دويمه جوړې شوې دې غونډې ته ولسمشر بايډن وويل چې په سپينه ماڼۍ کې د اختر لمانځلو هغه دود بیا پیلوي چې د انتخابي کمپاين پر مهال يې ژمنه کړې وه. هغه زیاته کړه: "اختر مو مبارک شه.د سفارتي ډلو غړيو، منتخبو استازيو او له ټوله هېواده راغليو د ټولنې مشرانو، پوهانو او فعالانو ته په سپينه ماڼۍ کې ښه راغلاست وايم."

جو بايډن وويل چې د کورونا وبا له امله په ۲۰۲۱زکال کې په سپينه ماڼۍ کې د اختر لمانځلو دستوره نه وه شوې. د ده په خبره، له کورونا وبا سره په مبارزه کې يوشمېر د صحت څانګې یوشمېر مسلمان کارکونکيو مهم رول لوبولی.

ده زیاته کړه، د هغو مسلمان ساينسپوهانو هم مننه کوي چې د کورونا مخنيوي واکسينو په جوړولو کې يې کردار لوبولی دی. جو بايډن وويل، بايد هيڅوک د مذهب پر اساس په نښه نه کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG