د لاسرسي ځای

تازه خبر

کچلاغ: ناڅرګندو کسانو یوه ښځه او د هغې څلور ماشومان وژلي‌


په کوټه کې د پولیسو مشر عبدالحق عمراني مشال راډیو ته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې دوی د ناڅرګنده کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي. (انځور: ارشیف)
په کوټه کې د پولیسو مشر عبدالحق عمراني مشال راډیو ته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې دوی د ناڅرګنده کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې په کچلاغ کې ناڅرګندو کسانو یوه ښځه او د هغې څلور ماشومان په داسې توګه وژلي چې له هغوی یې سرونه پرې کړي دي.

د کچلاغ پولیسو د مې پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل چې دا پېښه د اپرېل پر ۳۰مه هلته په کلي پوټي ناصرانو کې د خان محمد په نامه یو تن په کور کې شوې ده.

د دوی په وینا، له یوې مېرمنې او د هغې له څلورو بچیو سرونه پرې شوي دي. په ماشومانو کې دوه هلکان او دوې نجونه دي‌ چې عمرونه یې له اتو تر ۱۲ کالو دي.

د پولیسو په وینا، دا پېښه هغه مهال شوې چې خان محمد د اختر د سودا لپاره بازار ته تللی وو.

پولیس زیاتوي چې خان محمد دوې مېرمنې لري چې له څلور ماشومانو سره وژل شوې هغه یې مشره ده او ژوندۍ هغه یې یو ماشوم لري.

د دوی په وینا له نوموړي یې پوښتنې پیل کړې دي. د خان محمد یو خپل هم مشال راډیو ته وویل چې د هغه دوې مېرمنې وې چې مشره هغه یې له ماشومانو سره وژل شوې ده.

په کوټه کې د پولیسو مشر عبدالحق عمراني د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته د پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې دوی د ناڅرګنده کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

مړي د پوسټ مارټم لپاره د پښین د تحصیلدار جنید خا ن باروزي تر څار لاندې د کوتې بولان میډیکل کمپلکس روغتون ته وړل شوي دي.

پولیس وايي د پېښې ښکار شوې کورنۍ ډېر پخوا له افغانستان څخه دې سیمې ته ورغلې او هلته یې د کر کروندې کار کاوی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG