د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده او باجوړ کې چاودنې، یو تن وژل شوی څلور ژوبل


د وژل شوي پولیس سرتیري جنازه د پېښور پولیس لاین کې ادا کړل شوه.
د وژل شوي پولیس سرتیري جنازه د پېښور پولیس لاین کې ادا کړل شوه.

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، د اپریل پر ۲۹مه په چارسده او باجوړ کې بمي چاودنو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

د چارسدې د پولیسو یو مشر سهیل خالد د اپریل پر ۲۹مه، مشال راډیو ته وویل، یوه چاودنه په نسته تاڼې او بله یې نږدې د پولیسو په امنیتي پوستې ترسره شوې ده. د نوموړي په وینا په دواړو چاودنو کې د پولیسو یو سرتیري وژل شوی، نور چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی خو د امنیتي پوستې او تاڼې دیوالونه یې خراب کړي دي. وژل شوی پولیس سرتیری رحم بادشا نومېده.

سهیل خالد چې د پېښور په پولیس لاین کې یې د پولیس سرتیري رحم بادشا په جنازه کې یې خبرې کولې، دا هم وویل چې دواړه چاودنې د ځای پر ځای شویو ماینونو په واسطه ترسره شوي دي. پولیس وايي د پېښو په تړاو یې پلټنې روانې دي. تر دې دمه کومې ډلې د بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

د پولیسو مشر سهیل خالد وايي:

"په ټول ملک او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د پېښو د ترهګرۍ د ممکنه پېښو اطلاعات مو ترلاسه کړي وو، موږ ورته تیاری نیولی، امنیت مو ټینګ کړی او انتظامات مو نیولي دي. له دې پېښو وروسته به امنیت نور هم ټینګوو."

هلته د اپریل پر ۲۹مه، د باجوړ په ایراب ماموندو کې هم بمي چاودنه ترسره شوې چې پکې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شوي دي.د باجوړ ضلعې د پولیسو افسر عبدالصمد خان د اپریل پر ۲۹مه رسنیو ته وویل، چاودنه ماسپښین مهال ترسره شوې او ژوبل تنان لومړی د خار باجوړ لوی روغتون او بیا وروسته د پېښور روغتون ته رسول شوي دي.

نوموړي وویل چې چاودنه د عزیزالرحمان په نوم د یو ځايي تن د کور خوا ته ترسره شوې ده او پکې د نورو ترڅنګ دغه کس هم ژوبل شوی دی. نوموړی وايي، تر دې دمه یې د پېښې په تړاو کومه ګرفتاري نه ده کړې.

ایراب د باجوړ دمرکز خار نه لویدیځ لوري ته په نږدې ۲۰ کیلومیټرۍ کې پرته سیمه ده او د ماموندو تحصیل برخه ده.

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر فضل شکور خان چې د اپریل پر ۲۹مه یې په پېښور پولیس لاین کې له رسنیو سره خبرې کولې او د وژل شوي پولیس سرتیري په جنازه کې یې ګډون کولو، مشال راډیو ته وویل، که څه هم په تیر څه مهال کې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي او امنیت یې خراب کړی خو حکومت له خپلو مسوولیتونو خبر دی او د پېښو تر شا لاس لرونکي ځیني کسان نیول شوي هم دي. نوموړي زیاته کړه چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې خطره د نړۍ د نورو سیمو په شان دلته په پاکستان کې هم شته خو د هغه په وینا دا ډله دلته دومره منظمه نه ده.

XS
SM
MD
LG