د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د اوکراین پر ختیځو برخو بریدونه ګړندي کړي دي


د ماریوپول یو اوسېدونکی د ړنګې ودانۍ مخې ته تېرېږي - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۲۰مې انځور.
د ماریوپول یو اوسېدونکی د ړنګې ودانۍ مخې ته تېرېږي - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل ۲۰مې انځور.

روسیې د اوکراین پر مشرقي برخو بریدونه ګړندي کړي، او د ماریوپول په پاتې برخه کې یې د ازووستال د اوسپنې کارخانه په نښه کړی ده.

دا په داسې حال کې ده چې لویدیز حکومتونو ژمنه کړی چې اوکراین ته به درنې وسلې لېږدوي او پر روسیې د نورو بندیزونو لپاره به هم په شریکه کار کوي.

روسیې د اپرېل پر ۱۹مه د ماریوپول دفاع کوونکو ته له جنګه د لاس اخیستو نوی مهلت یا ضرب الاجل ورکړی دی. د روسیې د دفاع چارو وزارت په یو بیان کې پر کییف غږ وکړ چې خپلو جنګیالیو ته امر وکړي چې د اپرېل پر ۲۰مه د پېښور پر وخت د مازیګر تر څلورو بجو پورې خپل ((بې منطقه)) مقاومت ودروي.

تر دې وړاندې د ورته نېټې (ضرب الاجل) په ځواب کې په ازووستال کې اوکراینیو قوماندانانو د وسلو نه کښېښودو او نه تسلیمېدو ژمنه کړې وه.

په داسې حال کې چې روسیه د ختیز اوکراین د بېلابېلو برخو د تړلو لپاره یو ځمکنی پل جوړول غواړي، ماریوپول تر لویې بمبارۍ لاندې دی.

د اوکراین شرقي برخې وار له مخه د روسي پلویو بېلتونپالو تر واک لاندې دي او کریمیا سیمه هم چې مسکو په ۲۰۱۴ز کال کې له ځان سره وتړله، د روسیې تر کنټرول لاندې ده.

په همدې حال کې امریکا، برتانیا، فرانسې او جرمني د اپرېل پر ۱۸مه له اوکراین سره د نورو مرستو ژمنه وکړه. واشنګټن او لندن وویل، بل ځل چې اوکراین ته سامانونه لېږدوي نو پکې به توپونه هم شامل وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG