د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې زده کوونکو د مشال خان پینځم تلین لمانځلی


په بلوچستان کې خلکو د مشال خان په یاد کې شمعې بلې کړي - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې خلکو د مشال خان په یاد کې شمعې بلې کړي - پخوانی انځور.

پښتنو زده کوونکو په اسلام اباد کې د خبریالانو دفتر مخې ته د مشال خان په یاد شمعې بلې کړې او د هغه پینځم تلین یې ولمانځه.

د مترقي زده کوونکو ټولنې (پروګرېسېف سټوډنټس فېډرېشن) غړو او مشرانو د اپرېل ۱۳مې پر ماخوستن په لمانځغونډه کې په لاسونو کې بینرونه نیولي ول چې پکې ورباندې لیکل شوي ول چې "تعلیمي ادارې دې له سختدریځۍ پاکې شي" او د "مشال خان وژونکي دې سزا شي."

د صوابۍ اوسېدونکی مشال خان د مردان د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکی وو چې د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه پارېدلو کسانو د مذهب د سپکاوي په تور وواژه. خو وروسته د پولیسو پلټنو وښوده چې پر نوموړي لګېدلی تور ناسم وو.

د مشال خان وژنې په پاکستان کې پراخ غبرګونه پارولي ول او فعالانو، سیاستوالانو او ولسي وګړو د احتجاجونو پرمهال پر حکومت ټینګار کړی وو چې ککړ کسان دې سزا کړي.

د مشال خان پلار محمد اقبال د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې پینځه کاله وروسته هم د خپل زوی د وژنې په تړاو د انصاف په لټون دی او هيله لري چې خلک به ورسره ملګري شي.

د مشال خان د وژنې په تور د خيبرپښتنونخوا پولیسو ۶۱ کسان چې پکې ۱۳ د پوهنتون کارکوونکي ول، نیولي ول.

تر شاوخوا یو کال مقدمې وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت ۳۳ کسانو ته سزاګانې وارولې. عدالت هغه مهال یو تورن کس عمران علي ته د مرګ سزا ورکړه چې پرضد یې نوموړي درخواست دایر کړ او د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې پېښور های کورټ د هغه د مرګ سزا په عمر بند واړوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG