د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: بدخشان کې مو اته 'وسله‌ وال مخالفین' وژلي


افغانستان کې طالبان د روزنې پر مهال. انځور له ارشيفه
افغانستان کې طالبان د روزنې پر مهال. انځور له ارشيفه

د افغانستان په بدخشان ولايت کې د طالبانو سیمه‌ ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې يې اته وسله وال مخالفين وژلي دي.

د دې ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر قاري معزالدین احمدي پرون (اپريل ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ په میدان سیمه کې دغه وسله‌ وال مخالفین پرون سهار تر هغه وروسته ووژل شول چې پټنځای یې وموندل شو او طالب امنیتي ځواکونو برید ورباندې وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې چې په دې ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان او د هوایي قواوو قوماندان ګډون کړی وو، د یوه مخالف وسله‌ وال د نیول کېدو ترڅنګ څو میله سپکه او درنه وسله هم ترلاسه شوه.

د طالبانو دغه سیمه‌ییز چارواکي د طالبانو لور ته د احتمالي مرګژوبلې د اوښتو او يا دا چې وژل شوي وسله‌ وال مخالفین څوک ول، په اړه څه نه‌ دي ویلي، خو وسله‌ وال مخالفین‌ یې 'ياغیان او مقاومتیان' یاد کړي دي.

تر دې مخکې په دې ولایت کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش، اویغور او منځنۍ اسیا د هېوادونو د یو شمېر سختدریځو د فعالیت راپورونه ورکړل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG