د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د یو امریکايي ډالر قیمت ۱۸۹ روپۍ شو


یو صراف د پیسو شمېرلو په حال کې، انځور له ارشیفه
یو صراف د پیسو شمېرلو په حال کې، انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د یو امریکایي ډالر قیمت ۱۸۹ روپو ته رسېدلی دی.

د اپریل پر اوومه، په یو شمېر پاکستاني رسنیو کې خبر ورکړل شوی چې په هغه هېواد کې د ډالر بیه تر ریکارډ کچې لوړه شوې ده.

په کراچۍ کې د مالي چارو د شننې ادارې میټېس ګلوبل د اپرېل پر اوومه پرخپله ووبپاڼه لیکلي چې په پاکستان کې د اپرېل پر شپږمه یو ډالر په ۱۸۶ روپۍ اخیستل کېده خو نن د روپۍ ارزښت لا نور پرېوتلو او د یو امریکایي ډالر بیه څه باندې ۱۸۹ روپو ته رسېدلی ده. ادارې د دې لامل په هیواد کې روانه سیاسي ناکراري ښودلې دې.

د اقتصادی چارو پوهان وایي په هغه هېواد کې د سیاسي بحران له وجې د روپۍ قدر له هغې وروسته کم شوی دی چې کله د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال مشر قاسم شاه سوري د وزیر اعظم عمران خان خلاف د عدم تحریک رد کړ. د هغې سمدستي وروسته عمران خان ولسمشر ته سپارښتنه وکړه چې قامي او صوبايي اسمبلۍ ماتې کړي. د پاکستان ولسمشر عارف علوي پر هم هغه ورځ قامي اسمبلي ماته کړه.

دغو حالاتو د پاکستان پر اقتصاد هم منفي اثرات پرېباسلي دي. پاکستان له څه د پاسه دریوو کلونو راهیسې له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او همدا لامل دی چې د پیسو له نړیوال صندوق (ايي اېم اېف) پور غوښتو ته اړ شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG