د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي اتحادیې لوړپوړي چارواکي له زېلېنسکي سره د خبرو لپاره کييف ته رسېدلي


د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي. انځور له ارشيفه
د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي. انځور له ارشيفه

د اروپايي اتحادیې دوه لوړرتبه چارواکي نن (اپریل اتمه) د اوکراین مرکز کییف ته د خبرو لپاره رسېدلي دي.

ټاکل شوې چې د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا فن دېر لېین، د اروپایي اتحادیې لوړپوړی سفارتکار جوزېف بورېل فونتېلېس او د سلوواکیا وزیراعظم ایډوارډ هېګېر د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره وویني.

هېګېر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې دوی له زېلېنسکي او حکومت سره د تجارت او بشري مرستو له وړاندیزونو سره ورغلي دي. هېګېر زياته کړې درې واړه غواړي چې د "اصلاحاتو ډلې" په جوړولو سره له اروپايي ټولنې سره د نېږدې اړیکو په لاره کې له اوکراین سره مرسته وکړي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د اوکراین په بوچا ښار کې د روسیې لخوا د مبینه ظلمونو په اړه تر راپورونو وروسته دا کییف ته د لويديزو هېوادونو د مشرانو لومړی سفر دی.

دا مهال د اوکراین هوايي حدود د جګړې له امله تړل شوي دي. د مارچ په نیمایي کې د پولېنډ، سلووېنیا او چېک جمهوریت وزیراعظمانو په اور ګاډي کې د کییف سفر وکړ.

د کییف د شمال اړخ ته پروت په بوچا ښار کې د ولسي وګړو د مبینه قتلونو تر پېښو وروسته نړیوالې ټولنې د دې غندنه کړې او لويديزو هېوادونو پر روسیې بندیزونه سخت کړي دي.

ځايي چارواکي وايي، په بوچا کې روسي ځواکونو تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي دي، خو مسکو دا تورونه ردوي. زېلېنسکي د اپریل پر اوومه وویل چې د کییف په شمال غربي سیمه کې په یو بل ښارګوټي بورودیانکا کې حالات تر بوچا هم "زيات خراب" دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG