د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین جګړه: یوشمېر اروپايي هېوادونو د روسیو ډېپلوماټانو ایستلو اعلان کړی


په بوچا کې یوشمېر خبریالان له یوه ډله ییز قبر سره نېږدې ولاړ دي - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پینځمې انځور.
په بوچا کې یوشمېر خبریالان له یوه ډله ییز قبر سره نېږدې ولاړ دي - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پینځمې انځور.

یوشمېر اروپايي هېوادونو په داسې حال کې د لسګونه روسیو ډېپلوماټانو د ایستلو اعلان کړی دی چې په اوکراین کې د روسیو ځواکونو له لوري د ظلمونو کولو تورونه پورې شول.

رپورټونه وايي، داسې ښکاري چې روسیو ځواکونو له کییف سره نېږدې په بوچا سیمه کې ولسي وګړي وژلي دي.

ډېنمارک، سویډن، اېټالیې، هسپانیې او رومانیا د اپرېل پر پینځمه وویل چې مسکو یې خبر کړی دی چې هغه سفارتکاران یې "ناخوښه وګړي" ګرځولي چې له دې سره سم، هغوی باید له یادو هېوادونو څخه ووځي.

لاتویا او اېستونیا تر دې هم یو قدم وړاندې تللي دي او د روسیې د دوو قونصلګریو تړلو امر یې کړی دی.

دا هر څه تر هغې څو ورځې وروسته شوي چې روسي ځواکونه د کییف په شاوخوا کې له ځینو سیمو په شا شول او دا جوته شوه چې هلته څومره سخته جګړه شوې ده.

د ډېنمارک د بهرنیو چارو وزیر یپې کوفود ویلي چې هېواد یې په بوچا کې د روسیو ځواکونو د کړنو"سخته غندنه" کوي او دا چې د روسیې له سفارته یې د ۱۵ کارکوونکو د ایستلو امر کوي.

تر دې وروسته د اېټالیې د بهرنیو چارو وزیر لوګي دي مایېو وویل، د "ملي امنیت وجوهاتو" پر اساس یې ۳۰ روسیو ډېپلوماټانو ته د هېواد پرېښودو ویلي دي.

هسپانیې هم د ۲۵ او سویډن د درې روسیو ډېپلوماټانو د ایستلو اعلان کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې مسکو به د دې په ځواب کې "مناسب اقدامات" کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG