د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اوکراین له روسيې څخه د کييف شاوخوا سيمې بېرته نيولې دي"


د اوکراین پوځ د کييف په څنډو کې د ګزمې پر مهال. انځور له ارشېفه
د اوکراین پوځ د کييف په څنډو کې د ګزمې پر مهال. انځور له ارشېفه

د اوکراين د دفاع مرستيالې وزيرې هنا ماليار ويلي چې د هېواد امنيتي ځواکونو یې له روسيې څخه د سرښار کییف ټولې سيمې بېرته نيولې دي.

نوموړې د اپريل پر دويمه پر فېسبوک د هغو سيمو نومونه یاد کړل چې روسي ځواکونو ورباندې د فبرورۍ په میاشت کې تر اشغال وروسته سختې حملې کړې وې.

هغې زیاته کړې، "ايرپين، بوچا، هوستوميل او د کیېف ټولې سيمې له اشغالګرو ازادې شوې دي."

تر دې مخکې اوکرايني چارواکو خبر ورکړی وو چې روسي پوځيان د کیيف له ساحې په وتو دي.

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زيلېنسکي د اپريل پر لومړۍ نېټه تور پورې کړی وو چې روسي ځواکونو د دغه ښار په څنډو کې په لويه اندازه ماينونه ښخ کړي دي.

نوموړي زياته کړې وه چې روسیه ښايي د اوکراين له ختيځ څخه ورباندې سخته او قهرجنه حمله وکړي نو ځکه دوی نوې دفاع ته تیاری کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG