د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پنجاب وزیراعلی استعفا ورکړې او تحریک انصاف پروېز الهي خپل کانديد نومولی"


د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار او د اسمبلۍ سپیکر چوهدري پروېز الهي. عکس له ارشېفه
د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار او د اسمبلۍ سپیکر چوهدري پروېز الهي. عکس له ارشېفه

د پاکستان حکومت وايي چې د پنجاب صوبې وزیراعلی عثمان بزدار خپله استعفا وزيراعظم عمران خان ته لېږلې ده.

تر دې وروسته تحریک انصاف د مسلم ليګ قايداعظم مخکښ چودري پروېز الهي د پنجاب د وزیراعلا د کانديد په توګه ملاتړ اعلان کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو مملکت وزیر فرخ حبیب د مارچ پر ۲۸مه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل چې د پنجاب سپیکر چوهدر پروېز الهي له وزیراعظم عمران خان سره ملاقات وکړ او د دواړو ترمنځ پر ټولو چارو اتفاق وشو.

هغه زیاته کړې چې قایداعظم ليګ پر عمران خان باور څرګند کړی او د هغه حمایت يې اعلان کړی دی. نوموړي ويلي چې د پنجاب وزیراعلا عثمان بزدار خپله استعفا عمران خان ته وړاندې کړه او عمران خان پروېز الهي د پنجاب د وزیراعلی په توګه د نومولو پرېکړه وکړه.

په سياسي چارو کې د وزیراعظم د اطلاعاتو سلاکار ډاکټر شهباز ګل هم د ټويټر د لارې وويل چې تحریک انصاف به د پنجاب د وزیراعلی په توګه د پروېز الهي ملاتړ کوي او د ده په وينا قايداعظم ليګ به بیا د عمران خان خلاف د اپوزیشن له خوا د راوړل شوي عدم اعتماد تحریک په لړ کې د وزیراعظم حمايت کوي.

د مسلم ليګ قايداعظم او تحریک انصاف ترمنځ دا لوی پرمختګ په داسې حال کې شوی چې تر دې يو ساعت له مخه د مارچ پر ۲۸مه نېټه حکومت مخالفه ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې په رسمي توګه د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړ.

عثمان بزدار د پنجاب د وزیراعلا له څوکۍ څخه استعفا تر هغه څو ساعته وروسته وزیراعظم ته لېږلې چې د مارچ پر ۲۸مه سهار مهال د پنجاب اسمبلۍ کې مخالفه ګوندونو پاکستان مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ د عثمان بزدار پرضد د سپيکر پروېز الهي په دفتر کې د عدم اعتماد تحريک جمع کړ.

د حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ (نواز) د پنجاب اسمبلۍ غړي رانا مشهود د مارچ پر ۲۸مه نېټه په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې نن یې د سپېکر په دفتر کې دغه تحريک جمع کړی او ده په وینا، هغه بايد د قانون له مخې په ۱۴ ورځو کې پر دې تحريک غونډه راوبولي.

له سپیکر چوهدري پروېز الهي سره په جمع شوي درخواست باندې د مسلم ليګ نواز او پیپلز پارټۍ د ۱۲۷ د پنجاب اسمبلۍ د غړو لاسليکونه دي.

پنجاب اسمبلۍ ۳۷۱ چوکۍ لري چې ۱۸۴ پکې د تحريک انصاف دي. د تحريک انصاف سره د اتحاديانو په توګه د مسلم ليګ (قایداعظم) لس او د راه حق ګوند یو کس هم ملګری دی. د اپوزېشن غړي ۱۷۲ دي. اپوزېشن د عدم اعتماد تحريک کاميابولو لپاره ۱۸۶ رايو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG