د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د روژې لپاره لسګونه رعایتي بازارونه پرانیستل


په کوهاټ کې د روژې لپاره پرانیستل شوی بازار: انځور له ارشیفه
په کوهاټ کې د روژې لپاره پرانیستل شوی بازار: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا حکومت، په روژه کې، خلکو ته په رعایتي نرخونو د توکیو د رسولو لپاره، ۸۳ بازارونه پرانېستي دي.

دا بازارونه د اپریل په دویمه نېټه پرانیستل شول او د حکومتي چارواکو ادعا ده چې په دغو بازارونو کې خلک په رعایتي نرخونو سبزي، مېوې، چیني، غوړي، دالونه، غوښې او نور د روزمره ضرورت څیزونه ترلاسه کولی شي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د دغو رعایتي بازارونو د چلولو لپاره، دوه نیم اربه روپۍ بیلې کړې دي.د چارواکو په وینا دا بازارونه به ټوله میاشت د خلکو په مخکې پرانیستې وي.

د اپریل په دویمه نېټه، په پېښور او چارسده کې ځینو داسې کسانو له مشال راډیو سره خبرې وکړې چې په دغو ټاکلو ځانګړو بازارونو کې یې څیزونه اخیستي. د رحمان الله په نوم یو تن مشال راډیو ته وویل: "زه دلته راغلم، دال مسور، لوبیا او غوښه مې واخېستل خو په نرخونو کې دومره توپير نشته. ما غوښتل غوړي او چیني هم واخلم خو راته یې وویل چې دلته د اوس لپاره دا نشته."

په "سستا" یا ارزانو بازارونو کې د خرڅېدونکو توکیو بیې ولې د نورو بازارونو څخه دومره فرق نه لري؟ مشال راډیو چې کله دا پوښتنه د عبدالرحمان په نوم له یوه دوکاندار نه وکړه نو هغه وویل: "موږ د بهر بازارونو نه په رعایتي نرخ خلکو ته سودا ورکوو، موږ ته هېڅ واره نه کوي او له جېبه تاواني کېږو. موږ له حکومت نه غوښتنه کوو چې موږ دوکاندارانو سره دې مالي مرسته وکړي چې موږ په نورو خلکو ارزانه بیه باندې سودا خرڅه کړو."

سراج علي هم په دې تکل د پېښور ارزانه بازار ته ورغلی و چې په سرکاري او ارزانه نرخ به غوښه واخلي خو د هغه په وینا، په تېرو دوو کلونو کې، حکومت د غوښې سرکاري نرخ په انتظامي کچه نه دی ټاکلی نو ځکه څوک یې په یو او څوک یې په بل نرخ خرڅوي.

په چارسده کې هم حکومت رعایتي باراز پرانیستی دی. د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر عبدالشکور خان، د اپریل په لومړۍ نېټه د دغه بازار د پرانیستو پر مهال مشال راډیو ته وویل:

"دلته په دې بازارونو کې به د ښه معیار څیزونه خرڅ ته اېښي وي او نرخونه به یې هم له نورو بازارونو څخه زیات نه وي. که تاسو ته چا شکایت کړی وي نو موږ ته یې ووایئ، موږ به پرې ایکشن واخلو. دلته زیات بیروبار په اوړو باندې وي، ځکه د خلکو ورته ضرورت ډېر وي نو موږ کوشش کوو چې په ورځ کې درې ځله دلته اوړه راوړو نو رش به کم شي."

نوموړي دا هم وویل چې په دغو بازارونو کې چې کوم غوړي او کومه چیني یا بوره خرڅېږي هغه د یوټیلیټي سټورونو والا وي او دغه سټورونه د مرکزي حکومت تر چتر لاندې کار کوي نو دوی یې ځکه نرخونه نور نه شي ټیټولی.

په پېښور کې رعایتي بازارونه د اپریل په دویمه نېټه په داسې حال کې پرانیستل شوي چې په سعودي عرب، افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې په هم دې ورځ د روژې لومړۍ ورځ وه خو پاکستان د اپریل په دویم ماښام د رویت هلال کمېټۍ اعلان نه پس ښايي د اپریل په درېیمه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG