د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيې د ازادې اروپا راډيو د روسۍ ژبې وبپاڼې تړلې دي


په پراګ کې د ازادې اروپا راډيو مرکزي دفتر. عکس له ارشېفه
په پراګ کې د ازادې اروپا راډيو مرکزي دفتر. عکس له ارشېفه

د رسنيو د څار روسي ادارې، د ازادې اروپا / ازادي راډيو د مرکزي اسيا د درې څانګو د روسۍ ژبې وبپاڼې تړلې دي.

د ازادې اروپا راډيو مشر جېمي فلای دا اقدام غندلی دی.

د روسيې ازادې رسنۍ، میډيا زونا د مطبوعاتو د څارنې ادارې د فهرست په حواله ويلي چې د ازادې اروپا/زادي راډيو قزاق، تاجک او ترکمن څانګو د روسۍ ژبې د وبپاڼو په دې نوملړ کې ورزیاتې شوې دي.

دا بندیز داسې مهال لګول شوي چې روسيې د اوکراين له یوې مياشتې زیاتې مودې جګړې په وخت د رسنيو او معلوماتو پر ضد کاروايي تېزه کړې ده.

د کريملين دې بندیزونو روسۍ او نړيوالې هغه رسنۍ په نښه کړي چې د اوکراين اشغال په اړه راپورونه خپروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG