د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند غوره ليګ کرکټ ۲۰ اووریزه لوبې پيل شوې


يو تن د دهلي لوبډلې د لګېدلي پوسټر سره تير
يو تن د دهلي لوبډلې د لګېدلي پوسټر سره تير

د هند غوره ليګ شل اووریزې کرکټ سیالۍ د مارچ په ۲۶مه د دې هېواد په ممبۍ کې پيل شوې.

لومړۍ لوبه د کولکته نایټ‌ رايډرز او چنای سپرکینګز ترمنځ وشوه. چنای سپرکینګز د لومړي بېټينګ په کولو سره په مقررو شل اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۳۱ رنزونه جوړ کړل. کولکته نایټ رایډرز دا هدف د څلو ويکټو په زیان په اتلس اعشاريه درې اوورونو کې پوره کړ. د کولکته نایټ رایډرز امېش یادو په څلورو اوورنو کې ۲۰ رنزونه ورکړل او ۳ لوبغاړي یې اوټ کړل نو ځکه د مېچ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هند غوره ليګ (Indian Premier League) سیالۍ د دې هېواد کرکټ بورډ په ۲۰۰۷ کال کې پيل کړې وي. دا کال پينځلسم ځل دی چې دغه لوبې کيږي. په دې ټورنمنټ‌کې لوبېدونکې لوبډلې بېلابېل کلبونه دي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو پکې لوبغاړي اخیستل کيږي.

دا ځل په دې ټورنمنټ کې لس لوبډلې ګډون کوي او ۷۵ لوبې به کيږي. پايلوبه به د مې په ۲۹مه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG